تاند- په ډېرو هیوادونو کې د ترافیکي پېښو یو علت له موبایل ټېلفون څخه کار اخیستل بلل کېږي او له همدې کبله په اکثرو هیوادونو کې د موټرچلولو په وخت له موبایل ټېلفون څخه کار اخیستل منع دي.
په ځانګړي ډول ډېرې خطرناکې پېښې هغه مهال کېږي چې چلوونکی د موټرچلولو په ترڅ کې ایس ایم ایس ګوري یا لیکي.
1111د استرالیا په لویو لارو کې ډېرې پرمختللې کمرې نصب شوي چې د موټر منځ په ډېر روڼ ډول ښيي او حتي که چلوونکي موبایل ټیټ هم نیولی وي، ښکاروي یې.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کمرې یوه میاشت وازمویل شوې او په دې موده کې یې تر ۱۰ زره زیات چلوونکي کشف کړل چې د موټرچلولو په مهال یې ایس ایم ایس یا لیکه او یا یې لوست.
دا کمرې، چې خورا قوي لینزونه لري، د روانې جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د سیډني په ختیځ کې د (Anzac Parda) په سیمه کې موټرچلوونکي څاري.
په لومړي پړاو کې سرغړوونکو موټرچلوونکو ته خبرداری ورکول کېږي خو له راتلونکې میاشتې سرغړوونکي جریمه کېږي.
ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ له میاشتې هغه موټرچلوونکی، چې د چلولو په مهال ایس ایم ایس ګوري یا لیکي، له ۳۳۷ تر ۴۴۸ ډالرو پورې جریمه شي.
دا کمرې به څلرویشت ساعته او په هر راز هوا کې فعاله وي.
په دې کمرو په یوه اخیستل شوي عکس کې ښودل کېږي چې یو چلوونکی په داسې حال کې ایس ایم ایس لیکي چې د موټر سرعت یې په ساعت کې ۸۰ کیلومتره دی.