نن يې خور ووژله، نن يې له مېرمنې سر پرېکړ، نن د دوو پېغلو جسدونه وموندل شول، نن يې له تلخونې نه يوه مېرمن راوايستله، چې د مرګ تر کومي رسول شوې ده، نن په يوه نجلۍ ډله ييز جنسي تېری وشو او. …
هره ورځ د رسنيو د سر ټکي همدا وي، عجيب او غريب انسانان يو لاهم خدای خبر په کوم عصر کې ژوند کوو. که له همدې قاتلينو او ښکېلو کسانو وپوښتې، چې دا ولې، نو ځواب به يې دا وي، تر ديوال يې کتل، له بل چا سره جوړه وه. نو ته څه پوه شوې، ايا هغه کس دې ورسره وليده، چې دغه مېرمن ورسره جوړه وه. نه تربورانو مې راته پېغور راکړ، نو د تربور په خاطر دې ووژله، هو تربور ته يې کمه نه وايم.
تر څو به د پرديو دروغو پېغورونو لپاره خپل ناموسونه وژنو، تر څوبه د خپلو جنسي غرايزو د سړولو په خاطر د نورو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوو او د ژوند دنياګۍ به يې ورانوو، اخر هغه هم انسان فرض کړه، د کورنۍ غړې نه.
اې ادمه له چاپيدا شوې؟
د څه لپاره پيدا شوې؟
ستا لپاره وحشت کوم حد او بريد لري، کنه؟
که له همدې سړي وپوښتې، چې په مور، خور ، لور او يا هم مېرمن دې ولې په پوله پټي کې کار کوې، له غرنه پرې خس او بوټي راوړې، نو بيا به وايي، چې نو څه يې کړم، کار خوبه کوي، دا مې شخصي چارې دي، تر بل چايې زور نه رسېږي.
نو ښوونځي ته يې ولې نه استوې؟
توبه وباسه ته خو سوچه کافر شوې، په دې ټولنه کې دا خبرې نشته، پلار، نيکه مې دا کار نه وو کړی، زه يې ولې وکړم، ته تربوران راپورې خندوې.
په دې ټولنه کې هره ورځ انساني کرامتونه په يو ډول نه يو ډول تر پښو لاندې کېږي او دا کار هم هغه کسان کوي، چې په ښکاره ځان د اسلام اصيل استازی ګڼي، خو دا ډول چارې يې بيا حيرانونکې وي.
څو ورځې وړاندې مې په دې تړاو د بشري حقونو کمېسيون له خوا خپاره شوي مالومات لوستل حک حيران شوم، چې دا څه دي، پلار په لور، ورور په خور، کاکا په ورېره او نورو په خپلو نورو محرمو او نږدې خپلوانو جنسي تېري کړي وو او خپله دوزخي جنسي غريزه يې سړه کړې وه، دا د شرم ځای ندی، نو څه دی؟
همدا کسان که درسره کيني، نو بيا به د عزت، عفت، دروازې، تربور او کلتور خبرې کوي، خو عملونه يې داسې دي.
په رپوټ کې ويل شوي، په ټول افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د پت په نامه څه باندې ۲۴۰ قتلونه او څه باندې ۱۶۰ د جنسي تېریو دوسیې د دغه کمیسیون په دفترونو کې ثبت شوي دي. د رپوټ له مخې د پت په نامه ۵۶ سلنه قتلونه ثبت شوي دي. ۲۱ سلنه يې د مېړه، ۱۴ سلنه د خپلوانو، ۷ سلنه د ورور، ۵ سلنه د پلار، ۳ سلنه د لېوره، ۲ سلنه د خواښې، تره، ماما او مور له خوا قرباني شوي دي او همدا ډول په ۱۵ سلنه جنسي تېریو کې پوليس ښکېل دي. هغه څوک چې دا ټولنه ورته تمه لري، چې له دې ډول چارو به مخنيوی وکړي، د قربانيانو حقونه به پرځای کړي، خو دوی هم پر مخ د وحشت پردې راوځړولې او له سترګو يې د انساني کرامت سترګۍ لرې کړې دي.
دا خبره دلته پای نه مومي، په ټول هېواد کې په دومره شمېر کې وژنې نه دي تر سره شوې، تر دې څو برابره زياتې داسې پېښې شوې دي. داسې ګڼې پېښې شته، چې لا هم له کلي او کور نه دي را وتلې.
د کلتوري محدودو له امله ګڼې کورنۍ هڅه نه کوي، چې دا څه بربنډ کړي، ځکه اوس هم ددې ټولنې د يوې سترې برخې وګړو ژوند د غار او غر د وخت دی.
د بشر حقونو کميسيون رپوټونه تل يوازې تر يوه قوم پورې محدود وي او يوه يوه نيمه بله داسې قضیه به هم وي، چې تر دوی را رسېدلې وي، په اصل کې خو افغانستان د داسې پېښو نه ډک دی، که په ريښتيا ورته پام وشي، دغه شمېرې چې د بشري حقونو کميسيون خپروي، تر هغه ډېرې کمې دي، چې په مياشت کې پېښېږي. د کميسيون غړي، ولسواليو او کليوالو سيمو ته سر نشي ورښکارولای، يوازې تر مرکزونو پورې محدود دي، نو ټول ولس خو په ښارونو او مرکزونو کې ژوند نه کوي.
وخت وړاندې مې د بشري حقونو کميسيون د مشرې له خولې واورېدل، چې په افغانستان کې ښځو پرمختګ کړی او تر ډېره يې حقونه ورکول کېږي، خو زه وايم که تر لويو ښارونو لږ اخو ور شو نه بيا د ښځو حقونه شته او نه مېرمنې د حق په نوم څه پېژني، حتی د کورونو په زندانونو کې ساتل کېږي، په ټوله کې ښځه متاع ده، بازار لري، په سر يې چنې وهل کېږي.
د ښځو په نوم جوړې شوې بې شمېره موسسې او اينجيو ګانې د خپلو ګټو او شخصي سوداګريو په موخه فعاليتونه کوي، نه د هغو مېرمنو لپاره، چې اوس هم د انسان په سترګه ورته نه کتل کېږي.
يوازې په کابل کې څو محدودې مېرمنې ګرځي، د ټولو مېرمنو د حقونو په نوم چیغې وهي، خو فکر نه کېږي، چې دوی دې د خدای په رضا دومره سترو چارو ته اوږه ورکړې وي.
اوس پکار دا ده، چې لومړی باید ښځو ته ريښتيني حقونه برابر شي، د ښځو چارو تش په نوم وزارت، په دې برخه کې ګومارل شوې اينجيو ګانې، بنسټونه او د بشر د حقونو کمېسيون دې ريښتينی کار تر سره کړي، هغه چاره دې تر سره کړي، چې يوه مېرمن ورته په جدي توګه اړتيا لري، نه داسې چې خپل جېبونه وپنځوي، هېواد ته راغلي بې پورسه ډالر تخته کړي.