تاند- روسیه وايي، حاضره ده چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې مرسته وکړي.

ریا نوویستي روسي خبري اژانس دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په قول پرون /پنجشنبه/ په مسکو کې د طالبانو او یو شمېر افغان ګوندونو او سیاستوالو له غونډې یوه ورځ وروسته وکړه.

د مسکو په غونډه کې طالبانو وویل چې له امریکا سره د خپلو یو شمېر ځواکونو د ایستلو د مهالوېش پر سر کومه موافقه نه ده شوې او خبرې لا دوام لري.

له بلې خوا د امریکا بلومبرګ نشراتي شبکه وايي، طالبان غواړي چې امریکايي پوځیان په څو میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

بلومبرګ وايي، د مسکو په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي خبریالانو ته وویل چې له امریکایانو سره به د دوی خبرې دوام وکړي او هیله لري چې یوه ورځ افغانستان ته سوله راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *