تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په رسمي سفر تاجکستان ته ځي.

د تاجکستان د اویستا خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر کرزی به په دوشنبې ښار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وویني.

د دغه اژانس د راپور له مخې دواړه ولسمشران به د همکاریو دوه اړخیز سندونه هم لاسلیک کړي.

تاجکستان په ۱۹۹۲ میلادي کال د پخواني شوروي اتحاد له شړېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه.

دا هیواد له افغانستان سره ۱۷۵۰ کیلومتره پوله لري چې په ډېره برخه کې یې امودریا تېر شوی دی.

افغانستان او تاجکستان په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې له یو بل سره د اورګاډي د پټلۍ په وسیله وصل شي.

حاضردمه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ تر ټولو مهمه ارتباطي لار د شېرخان بندر په ساحه کې پر امودریا هغه پل دی چې په وروستیو کلونو کې د امریکا په مرسته جوړ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *