تاند- ځانګړو ځواکونو یا د ملي اردو کومانډو په یو لړ عملیاتو کې د کندوز په چهاردره ولسوالي کې د طالبانو له بنده یو شمېر بندیان راخوشي کړل.
د راپورونو له مخې، کومانډو ځواک په دې چاپه کې ۴ طالب بند ساتونکي نیولي او ۵ بندیان یې، چې زنځیر او زولنې یې په پښو او لاسونو کې وو، خوشي کړي دي.
کومانډو ځواک په وروستي یو کال کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې په ناڅاپي چاپو کې سلګونه تنه بندیان د طالبانو له بنده خوشي کړي دي.
دې ځواک د تېرې جنورۍ په وروستیو کې د غزني په اب بند ولسوالي کې د طالبانو له بنده ۳۸ تنه خوشي کړل.
د اب بند د عملیاتو په لړ کې کوماندو ځواک ۱۰ طالبان په نښته کې ووژل او ۹ نور ژوبندي ونیول.
طالبانو د اب بند ولسوالۍ چاپه تایید کړه خو ویې ویل چې کومانډو ځواک ته یې مرګ ژوبلې واړولې.
د ملي اردو ځانګړی ځواک وايي چې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼي ولسوالي کې یې ۱۱ وسله وال طالبان وژلي، ۴ ژوبل کړي او د مخدرو موادو او هیروینو لابراتورونه یې ورویجاړ کړي دي.
طالبانو د کندوز د چهاردرې او د ننګرهار د خوږیاڼي ولسوالیو د وروستیو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.