“زړه مې په تا سپارمه” دا نوم د هغه چاپ شوی اثر نوم دی، چې شاعر یې د پښتون قام سره د بي عدالتی په لویه جغرافیه کې را لوی شوی دی. د ده په شعرونو کې نه یواځې مېنه، عواطف، زړه بایلون… وغیره ځای درلوده بلکې ډیره برخه یې د ټولنې لوی قوم سره د سیاسي اقتصادي او فرهنګي نا برابری ته ځانګړي شوي.

دغه شعرې ټولګه کې د سریزي ، ډالۍ او مننلیک سربیره په ۱۰۶ مخونو کې په زړه پورې غزلونو او نظمونه راوړل شوي دي.
شاعر د خپل زړه درد د شعر په اهنګین او موزون چوکاټ کې په رسا ژبه په خپلو نظمونو کې راوړی دی، د ټولنې ناخوالې او د مېنې سرکشي د شاعر په شعرونو کې له ورایه ښکارې.
او بیا د شعر آهنګیه او انقلابي ژبه یې د استیج له میکه د ډیرو هېواد والو تر غوږونو رسولي ده. د دغې ټولګې شاعر تل خپله بې باکه او تېره ژبه د وخت د حق خوړونکو پر وړاندې هم ښه تېره کارولي ده.

لکه چې وایې:

رب ته سجده هم  یوه برخه د ایمان وګڼه
حرام خوړل ځانته په قبر کې ماران وګڼه

د وطن شته ناخوالو د ټولو هېوادوالو افکار لکه زاړه دیوالونه رژه ولي دي، دغه ناخوالې د شاعر په ژوند هم درمند اثر پریښی دلته ګیله کوي او وایې:

باور وکه په ما باندې څه شوي دي پاچا
غوږونه مې په ټپو کاڼه شوي دي پاچا

په مور وطن کې خوږه پښتو له ارکه تر ممبره او له ممبره تر ډاکتر محرومه او بې ارزښته پاتې شوې شاعر ځینو خود غرضو او پردیپالو ته د خپلې پښتو ژبې تاریخې یادښت داسې مخ ته ږدي.

پښتو لرغونې اریایې ژبه ده
پښتو لیکلې اوستایې ژبه ده

کوم پردي په ما پردۍ کړي دلته
پښتو پخوا نه افغاني ژبه ده

دلته بیا شاعر “زړه مې په تا سپارمه” په شعرې ټولګه کې څو پښتنې د خپلې معشوقې په بیلتون او د خپلې بیوسۍ په اړه داسې کاږې :

چې یار د بل شو نو ژوندون څه مانا
په پاکه مېنه کې بیلتون څه مانا؟

چې ته یې مېنه زړه له تله کوي
د یار رقیب سره تړون څه مانا؟

پښتون ساپیه ډیر بې وسه شولې
د زړه په غم کې دې ګډون څه مانا؟

که موږ د شاعر په بیت، غزل او نظمونو څه لیکو وخت به هم ډیر اخلي او ډیرو لیکلو ته به هم اړتیا پېښېږي.
دا د وخت، د درد انځورګر او تیز ژبی شاعر څوک دی ؟

دا د زوړ بلخ د سیمې ځوان، تاند او تکړه شاعر دی دا شاعر عظم الدین پښتون ساپی دی.
ساپی صیب د شعرې ټولګې په چاپ له زړه خوشحال شوم ځای لري د خپرونکې، کره کتونکې او مالي لګښت ورکونکې مننه او کورودانې وکړو
یوه ځانګړي مننه د مخکتنې د غونډې له رابلونکو هم کوو.
زه ټول هېواد والو په ځانګړي توګه بلخي فرهنګیانو او ادب مینوالو ته د پښتون ساپي صیب د “زړه مې په تا سپارمه” چاپ شوي شعرې ټولګې مبارکې وایم او دا په پښتو ادب کې یوه لویه لاس ته راوړنه بولم.

پښتون ساپیه!

ستا ژبه او قلم دې تل تیره اوسې د ولس د درد تصویر تل په نیغه او په نره تر خلکو رسوه!

ژوند ژوند

کابل – افغانستان

د سلواغې ۱۵ مه ۱۳۹۷ لمریز کال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *