په کندهار کي سلګونو ځوانانو او قومي مشرانو د لوګر د والي ارسلا جمال فاتحه واخیستله
د فاتحې دغه مراسیم د کندهار د عنیو مینې په جومات کي د جمعي په ورځ سهار شاوخوا نهه بجې پيل او ماسپښين پر يوه بجه پاى ته ورسېدل.
د فاتحي په دغه مراسیمو کي دقران کریم ختمونه وسول او سلګونو ځوانانو او قومي مشرانو د شهید ارسلا جمال روح ته دوعاګاني وکړې .
د فاتحې دغه مراسیم د ځوان حرکت د ټولنې د غړو لخوا جوړ سوي وه .
د لوګر والي ارسلا جمال د اختر په لومړي ورځ د پل علم په جامع جومات کي په داسي حال کي په بمي چاودنه کي ووژل سو چي په محراب کي یي خبري کولې.
نوموړی د پنچ شنبې په ورځ په پلازمېنه کي خاورو ته وسپارل سو .