له بادونو او باران سره د کم مقاومت دوه وزره لرونکې د لمړۍ نړیوالې جګړې الوتکه وه د جګړې د موقتي سولې (Armistice) پر وخت د ارزونې لاندې وه. د یوې چوکې لرونکې، دوه وزره لرونکې الوتکه (biplane) وه، په کال ۱۹۱۸ دسپټمبر په میاشت کې یې ارزونه پېل شوه، لمړۍ الوتنه یې هم په همدې کال کې وکړه، سپاندو ماشیندارې (Spandau machine guns) پکې کارول شوې وې، او واړه بمونه پکې ځای کېدل. د سپرلۍ، پیلوټ یا هم د تنې عمومي برخه یې په المونیم پوښل شوې وه – همدې برخه ته یې انګرېزۍ کې (fuselage) نوم اخلي.
 
اوږدوالی: ۶.۶۹ متره
د وزرو پراخوالی: ۱۰ متره
قد : ۳ متره
پرته له هر ډول وسایلو د خالي الوتکې وزن: ۱،۱۸۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن: ۱،۳۷۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ 1 × Benz Bz.IIIb V-8 water-cooled piston engine, 145 kW (194 hp)
زیات نه زیات سرعت: په ساعت کې ۱۸۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په یوه ثانیه کې ۴.۱۶۷ متره
اسلحه : اېل اېم جي ۰۸/۱۵ سپاندو ماشیندارې
بمونه: واړه بمونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *