جرمنې د دوه وزرو (biplane) برید کوونکې الوتکه وه، د ۱۹۱۷– ۱۹۱۸ کلونو ترمنځ تولید شوې وې. د ( AEG C.IV) کشف الوتکو پر مخ تللی ډول وو. د ماشین او پیلوټ برخه یې زرې وه، دوه اېل اېم جي ماشیندارې پکې نصب وې، اسلحه یې داسې نصب کړې وه چې پیلوټ له خپل کابین څخه نښان پرې اخیستی شو. د الوتکې د دفاع لپاره پرې یوه بله ماشینداره اېم جي ۱۴ هم نصب شوې وه. په لاندینیو وزرو کې یې د دواړو خوا د توازن د کنټرول لپاره (aileron) اضافه شوي وو. د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۶۰۹ وو.
کله چې لمړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسېده نو دا الوتکې د سپرلۍ لپاره کارېدې او له بیرلاین څخه یې ویمر ته الوتنې کولې. د هوایي شرکت نوم (Deutsche Luft-Reederei) وو، دا هوایي کرښه د فېبرورۍ په ۵ نېټه کال ۱۹۱۹ کې پېل شوې وه.
دې الوتکو درې ډلونه لرل د (AEG J.I) ډول د کومې چې د ماشین او پیلوټ برخه زرې وه، د (AEG J.Ia) ډول د کومې چې په لاندې وزرو کې د توازن د کنټرول لپاره (aileron) لرل، د (AEG J.II) ډول د لمړني ډول په څېر یې دوه برخې زرې وې خو په لاندې وزرو کې یې (aileron) هم اضافه شوی وو.
اوږدوالی: ۷.۲ متره
د وزرو پراخوالی: ۱۳.۴۶ متره
قد: ۳.۳۵ متره
د وزرو مساحت: ۳۳.۱۸ متر مربع
بې وسایلو د الوتکې وزن: ۱،۴۵۵ کیو ګرامه
پاور پلنټ 1 × Benz Bz IV 6-cyl. water-cooled in-line piston engine, 149 kW (200 hp)
زیات نه زیات سرعت: په ساعت کې ۱۵۰ کیلو متره
د سفر د کچې وړتیا: ۳۷۵ کیلو متره
د الوتنې د تحمل کچه: دوه ساعته او پنځوس دقیقې
د پورته ختنې نرخ: په ثانیه کې ۲.۷۸ متره
په شپږ دقیقو کې تر ۱۰۰۰ متره پورې پورته الوتلای شوه
اسلحه : تر ۶ × ۷.۹۲ اېم اېم پورې او میل یې لاندې لور ته نصب شوی وو
دوه اېل اېم جي ۰۸/۱۵ ماشیندارې
۱ × ۷.۹۲ پارابېلم اېم جي ۱۴ د الوتکې د دفاع لپاره