ارشاد رغاند
ملا غني برادر په تېرو څو کلونو کې له هغو نومونو څخه یو دی،چې د افغاني رسنیو ترڅنګ یې د افغانستان له مسایلو سره علاقه مندې نړیوالې رسنۍ هم پرځان بوخت ساتلي دي.
هغه چې د وسله والو طالبانو ترواکمنۍ وروسته د ملاعمرمرستیال و،څه باندې دوه کاله مخکې د پاکستان په کراچۍ ښارکې بندي او روانه میاشت یې د افغان حکومت په هڅو او غوښتنه د خوشې کیدو خبرونه خپاره شول.
اوس په یوه تازه اعلامیه کې وسله والو طالبانود خپل دغه مشهور مشر د خوشې کیدو راپورنه رد کړي او ویلي،چې نوموړی د خراب روغتیایي حالت شېبې لا هم په زندان کې تېروي.
برادر په څو کرښو کې
ملاغني برادر د طالبانو د واکمنۍ له نسکورولو وروسته د دې ډلې مهم جنګي مشرو،د پاکستاني ځواکونو لخوا د نیول کیدو دلیل یې له افغان حکومت سره د سولې هڅو ته حاضریدل ګڼل کیږي.
د هغه د جنجالي او ځنډني خوشې کیدو غوښتنه له پاکستاني چارواکوڅخه له څه باندې یوه کال راهیسې افغان حکومت او سولې شورا د دې لپاره بیا،بیا کړې چې دوی یې په سولې بهیرکې ونډه او اغېزمهم ګڼي.
د برادر د خوشې کیدو له راپور خپریدو وروسته تراوسه وسله وال طالبان چوپ وو،ولسمشرکرزي یې څوورځې مخکې د خوشې کیدو له اعلان سره د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف څخه په ټیلفون د دې کارمننه وکړه.
له بنده د برادر له خوشې کیدو سره سم ادعا وشوه،چې د هغه د خوشې کیدو اصلي هدف د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان ترمنځ په سوله ییزو هڅو کې د منځګړتوب رول لوبول دي،خو پاکستان دا ادعا په کلکه رد کړه.
د برادر په اړه په وروستیو راپورونو کې ویل کیږي،چې پاکستاني چارواکو پېښور ته لېږدولی او له هغه ځایه خپلو طالب مشرانو ملګرو سره د سولې په اړه پرټیلفوني خبرو او مذاکراتو بوخت دی.
ځینو نوم نه خپرونکو طالب مشرانو رویټرز خبري اژانس ته د وروستیو پورته کرښو تایید کړی و او ویلي یې وو، دوی ځکه له هغه سره خبرو ته علاقه مند نه دي،چې برادر د پاکستاني استخباراتو ترڅار لاندې دی.
د پاکستان اراده
د ملابرادر د خوشې کیدو په اړه له پیله د پاکستان اراده،ژمنې او عمل ښه نه دي اټکل شوي او بیا،بیا ویل شوي چې له هغه او د خوشې کیدو له مسلې یې دغه هېواد د افغانستان پرحکومت د فشار راوړلو او ترممکن حده پورې د خپلو ځینو غوښتنو د منلو لپاره ګټه اخلي.
د برادر د نه خوشې کیدو وروستۍ ادعاوې د دې ارزونو په رڼا کې کیدای شي ریښتیا هم وي.
د پاکستان په اړه د نورو متناقضو او ناتنظیم شوو دریځونو په شان د برادر په اړه هم افغان حکومت تر کلکو نیوکو لاندې راځي.
دوی له برادر نه مخکې د پاکستان له زندانونو څخه د نورو طالب مشرانو په خوشې کیدو کې هم یوازې غوښتنې لرلې،چې عملي شوې خو تراوسه یې د افغانستان د سولې بهیر ته کومه محسوسه او څرګنده لاسته راوړنه نه ده لرلې.
د برادر د خوشې کیدو غوښتنه هم افغان حکومت کوله،خو د دې غوښتنې د عملي او مسولانه تنظیم مسولیت یې پرځای نکړ.
د طالبانو اعلامیه
د ملا برادرپه اړه له اوږدې چوپتیا وروسته د وسله والو طالبانو دغه وروستۍ اعلامیه له مختلفو اړخونو څخه د بحث او تحلیل وړ دی.
یو مهم اړخ له هغه سره د طالبانو د ناوخته خواخوږۍ پوښتنه ده،د هغه په اړه غالباٌ دا د طالبانو دویمه اعلامیه ده چې خپریږي.
لومړنۍ یې شاوخوا کال وړاندې په زندان کې د برادر پر روغتیايي حالت د اندېښنو شریکول وو،چې د اوسنۍ اعلامیې په شان د دغې توند ژبې ډلې لهجه پکې د پاکستان په اړه نرمه او پربرادر یې د انساني خواخوږۍ له مخې د پام غوښتنه کړې وه.
د وسله والو طالبانو په دې اعلامیه کې د دوی لخوا په څرګند ډول دا هم نه ده معلومه کړی شوې،چې دوی ملابرادر ته په اوس وخت کې په کوم موقف قایل دي او په کومه سترګه ورته ګوري.
یانې له نامه سره یې یوازې محترم ملابرادر لیکلی.
دغې اعلامیې که د ملابرادر د خوشې کیدو په اړه خپاره شوي راپورنه او څرګندونې ترشک لاندې راوستې،پر وسله والو طالبانو هم یو ډول شک پیدا کوي،چې دا ډله ممکن د ملابرادر له خوشې کیدو څخه(که په ریښتیا خوشې شوی وي)پخپل منځ کې د انشعاب او افغان حکومت سره د یوه برخه طالب مشرانو د خوشې کیدو اندېښنه لري.
دا شک ځکه پیدا کیږي،چې وسله والو طالبانود برادر د خوشې کیدو غوښتنه او د خوشې کیدو په اړه یې خپرو شوو راپورونو ته د انساني همدردۍ له اړخه کتلي،نه د خپل یوه مهم یادیدونکي مشر د خوشې کیدو په سترګه.
افغان حکومت باید د برادر د خوشې کیدو له غوښتنې وروسته له هغه سره مستقیمې اړیکې ټینګې او له هغه سره د سولې پرهڅو یې په یوه خوندي چاپېریال کې خبرې او تفاهم کړی وای.
اوس هم که له فرصت نه زر استفاده وشي او له پاکستان څخه ځانته د برادر د سپارلو په اړه افغان حکومت غوښتنه وکړي،کولای شي د سولې دغه مهمه ادعا شوې څېره د سولې بهیر په ګټه وکاروي،کنه د ده د خوشې کیدو پایله به هم ترشلو نورو د هغو طالب بندیانو د خوشې کیدو په شان شي،چې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان حکومت په هڅو خوشې شول،خو تراوسه یې د نادرکۍ او حتی د جګړې لیکو ته د بیا اوښتو خبرې کیږي.
هک حیران یم دې منطق ته.
پرون ېې طالب د پاکستان له مدرسو را پورته کړ، د افغانستان خارجي سیاست ېې پرې دړې وړې کړ؛ بیا ېې د امریکا سره لاس یو کړ، طالب ېې ښه وټکولو. زرګونه ېې په شمالي کې مړه کړل، سلګونه نور په پښتونخوا او کراچۍ کې ووژل او بندیان کړل. د لسګونو طالب مشرانو پر سر ېې له امریکا څخه میلیونونه ډالره واخیستل اودوی ېې لکه فارمي چرګان په کڅوړو کې لاس تړلي په لاس ورکول.
بده خو لا دا چې، د پنحاب اسلامي جمهوریت خپله فضا او هوايي اډې هم امریکا ته په کرایه ورکړلې ترڅو افغانستان اشغال او پر طالبانو ښه ډیر بمونه وغورځوي.
لوبه دلته نه ختمیږي. ځنې طالبان د قربانۍ د پسونو په څیر ګوانټانامو ته لیږي او ځنې نور افغانستان ته د امریکا پرضد د جهاد لپاره استوي – لعنت شه پدې هوښیارۍ، او لعنت شه زما د قوم پدې جهالت.
کاش دا د لوبې پای وای. لوبه پدې هم نه ختمیږي. اوس هر ملا یا ملا مشر چې پنجاب پخپل فارم کې ساتلی دي، د افغان دولت څخه د هغوی په خوشې کولو کریدیټ او امتیازونه اخلي. هغه ناروغه، کړیدلي، او ټوغکي وهلي طالبان پداسې حال کې را خوشې کوي چې هغوی نور د هیڅ کار د کولو وړتیا نلري— یوازې افغانان غولوي.
دا هم د لوبې پای ندی. وايي طالب سولې ته راولم، ماته نور کریدیټ هم راکړئ (پنجاب چې څه وايي هغسې خارجي سیاست غوره کړئ)! لعنت شه او پر تا شته، پنجابه! چې د دوه افغان وروڼو ترمنځ پخلاینه هم ته کوي، او پدې کار د افغانانو د وینو په څښاک هم صرفه نه کوې.
لعنت شه اې پښتونه اې جاهله پدې سیاست او پدې جهاد چې تا روان کړیدی. زما خو مغز پدې ډول جهالت کې کار نه کوي. دا څه دې روان کړیدي چې لسیزې وروسته ېې هم له تاوان پرته بله هیڅ پایله نه ښکاري.
حليم جان سل به سل واقعيت ده
ښه به دا وه چی د افغانستان د سفارت او یا قونسلګریو پواسطه د پاکستان له لوړ پوړو مقاماتو سره رسمی او ديپلوماتیکی خبری د ملا برادر او نورو افغان بندیانو په مورد کی سرته رسیدلی وای او ملابرادر یی رسما افغان لوری ته سپارلی وای. دا نو بیا د ملا صاحب حق وو چی په کوم ښار یا ولایت کی یی غوښتل چ و واوسی.
طالبان که څومره د پاکستان سیاست او منافعو ته وفادار هم وی د پاکستان له خوا په رسمیاتو کی له هیڅ سره مساوی دی او لکه چی په واقعیت کی ورته ارزش قایل نه دی د انسان په سترګه هم نه ورته ګوری. د پاکستان دولت د طالب له پروژی خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو په خاطر د دوی ملاتړ کوی او کله چی خپل هدف ته ورسیدل بیا به یی د پخوانی پروژی په شان لاسونه او پښی ور وتړی اوپه یو چا به یی فارمی چرګانو په شان کوفته کړی.
طالبه! کچیرې عقل ولرئ د جهاد پر ځای باید ګــــــــــــل وخورئ. غوږ شه چې ستا پروژه چا او څنګه پرمخ بیوله
https://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=7CtduTrWd-Q