تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو لپاره نن واشنګټن ته روان شو.
دا له کله چې نوازشریف د پاکستان صدراعظم غوره شوی، امریکا ته د ده لومړنی رسمي سفر دی.
شریف به د چهارشنبې په ورځ له اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.
اټکل کېږي چې ښاغلی اوباما به له پاکستاني مشره وغواړي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.
په مقابل کې به نوازشریف هڅه وکړي چې د پاکستان د ویجاړ اقتصاد د ښه کېدو لپاره د امریکا مرستې ترلاسه کړي.
د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ویل شوي، نواز شريف به د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره پر قبايلي سيمو د دغه هېواد د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په ګډون د سيمې پر امنيتي وضعیت له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو په وتو او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
تر دې مخکې پر پاکستان تل تور پوري شوی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په پلمه هڅه کوي چې وخت ضایع کړي.
امریکا او افغانستان پاکستان ته د طالبانو د یوه ملاتړي او خواخوږي هیواد په سترګه ګوري خو عملاً امریکا پر پاکستان تراوسه پوري داسي فشار نه دی راوړی چې پاکستان طالبان خبرو یا سولې ته حاضر کړي.
د افغانستان ولسمشر په ځلونو په مستقیم او غیرمستقیم ډول د جګړې په پای ته رسولو کې پر نه جدیت تورنه کړې ده.
د امریکا د حکومت چارواکي وايي چې ولسمشر اوباما به له نوازشریف سره په کتنه کې د پاکستان د هر هغه وړاندیز او نطر هرکلی وکړي چې په نتیجه کې یې د افغانستان جګړه پای ته رسېدای شي.