تاند- د افغانستان د فوټبال د څوارلس کلنو لوبغاړو لوبډله د آسیا د شپاړس غوره لوبډلو په کتار کې راغله.
د افغانستان د فوټبال فدرېشن نن په یوه خبرپاڼه کې د دې خبرې تر څنګ ویل شوي چې د اسیا د څوارلس کلنو د فوټبال غوره ټیمونه به په ۲۰۱۴ کال کې په ازبکستان کې رسمي سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان د څورلس کلونو زلمکو د فوټبال لوبډله د سږکال په لومړیو کې په نیپال کې سیالۍ وکړې چې په نتیجه کې یې نیپال او بوتان ته ماته ورکړه او پر تاجکستان یې وبایلله.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم سږ کال د جنوبي اسیا جام وګاټه.
د فوټبال په برخه کې له وروستیو بریالیتوبونو داسي ښکاري چې افغانان له کرکټه وروسته په دې سپورتي څانګه کې هم د پرمختګ په حال کې دي.