تاند- په ولسي جرګه کې د حکومت پر کارونو د څارنې کمیسون د مځکو د غاصبانو په اړه له اته میاشتني غوره وروسته نن /شنبه/ د یو شمېر غاصبانو نومونه څرګند کړل.
د دې کمیسون ريیس زلمي مجددي وویل چې له پنجشېر او بامیان پرته یې په نورو ولایتونو کې د مځکو د غاصبانو په اړه څېړنې بشپړې کړي دي.
د ښاغلي مجددي په وینا په ۳۲ ولایتونو کې ۱۵ زره کسان د مځکو په غصب کې لاس لري.
زلمي مجددي وویل، د حکومت له لوري دوی ته د مځکو په غصب کې د لاس لرونکو کسانو په لیست کې د اصلي غاصبانو نومونه نه دي لیکل شوي.
د ده په وینا حکومت په خپل لیست کې د خپلو غټو غاصبو چارواکو نومونه نه دي یاد کړي خو د هغو کسانو نومونه یې ذکر کړي چې په یوه لېرې پرته سیمه کې یې څړځای غصب کړی دی.
د حکومت له لوري په استول شوي لیست کې د هلمند قومي مشر محبوب حیات خان د ۹۵ زره جریبه دولتي مځکې په غصب، حاجي جانان په نیمروز کې د ۴۸ زره جریبه مځکې په غضب، او د ولسي جرګې مخکینی غړی سید اسحق ګیلاني په ننګرهار کې د ۱۵ زره جریبه مځکې په غصبولو تورن شوي دي.
ګیلاني په وروستیو ورځو کې د ولسي جرګې له غړیتوبه استعفا وکړه څو ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.
په بغلان کې د اسماعیلیه فرقې مشر او د ولسي جرګې غړی سید منصور نادري د پنځه زره جریبه مځکې په غصبولو تورن شوی دی.
دغه راز په لیست کې ویل شوي چې د یو شمېر ښارګیو لپاره دولتي مځکې غصب شوي دي. په دې ښارګیو کې د کابل طلايي ښارګوټی، د کابل په دولسمه ناحیه کې نوروز اباد ښارګی، په لسمه ناحیه کې اریا ښارګوټي او صفا ښارګوټی چې د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري.
دځمکو غصب په افغانستان کی یوه لویه ستونزه ده ولسی جرګی یوازی دهغو کسانونومونه یادکړی چی نسبت نورو زورواکانوته کمزوره دی زما په اند دهغو کسانو چی دولتی ځمکی په ولکه کی دی هغوی کافی قوت هم لری اوتاسی په یاد ولری چی په راتلونکی دولت کی به هم داوسنی دولت په شان له قوت څخه برخمن واوسی اوترډیره دهیواد داوسنی غمیزی داوږدیدو سبب هم همدغه زورواکان دی چی ددغو ځمکو په ترلاسه کولو سره غیر مسوول وسله وال روزی اوهغوی ته وسلی اونوراړین توکی برابروی خوکه ولسی جرګی دا جرات کړي وای چی دټولو یا حتی یوشمیر لویو زورواکانو نومونه یی یادکړی وای نوښه به وای اووروسته دهغوی له منګولوڅخه دغه ځمکی بیرته را ګرزول شوی وای
که دحامد کرزی حاکمیت بالآخره پدی دیارلسم کال کی اود حاکمیت په ورستی میاشتو کی هم بریالی نشو چی دملت شته او دارایی نه ساتنه وکړی لطفاً دی د طالبانو قضاء ته مراجعه وکړی حتماً غصب شوی مځکی به دیر ژر بیرته راوګرځوی! که څه هم دشرم خبره ده خو تر شرم دمځکو غصب نورهم بده خبره ده!
دی حکومت ته ډیر د شرم خبره ده، د خدای په خاطر په هر ګوټ کی هر چاته معلومه ده چی ځمکی چا غصب کړیدی او لا هم غصبول روان دی خو بیا هم دا په فساد ککړ حکومت چپه خوله ده او دا ځکه چی خپله په فساد ککړ دی، دولتی ځایونه خو دوی غصب کړیدی ددی تر څنګه د مظلومو او بی وسه خلکو شخصی ملکیتونه هم غصب شویدی زه خپله ددی شاهد یم چی د یو مظلوم ځمکه د جاوید زمان سپیو په زوره لاندی کړی سره له هغه نه هم دغه مظلوم په ډیرو کړاوونو او مشکلاتو یو ځل پر مربوطه ولسوالی مکتوب راوړ چی نوموړی موضوع تاسی بررسی کړی هغه مکتوب یی د ولسوالی څخه ورک شو او دغه مظلوم بیا کابل ته ولاړ او په ډیرو خواریو ددغه مکتوب تعقیبی یی راوړل خو تاسو باور وکړی چی همدا اوس هم هغوی ته ولسوالی وایی نن راشی او سبا راشی او دغه ۴ میاشتی کیږی چی دوی په دغه پلمو او بهانو غولوی نو تاسو ووایاست چی دا جاهلان به څنګه له منځه ولاړ شی؟ همدوی غاصبین، قاتلین او ډاکوان دی حکومت له دوی سره دی قانون د ځان په ګټه چلوی نو څنګه به فاسده اداره ددوی نومونه افشا کړی، الله پاک دی په دی مظلوم ولس وړیا ورحمیږی او له دغه داړه مارانو څخه ټول مظلوم ولس خلاص کړی. آمین
دا هم غټ کار دی
که حکومت سم سړي ته په لاس ورغی او دا چارواکي له واکه لرې شول، نو ضرور به د لیست پاته غړي ور پوره کیږي او که افغانانو د مرکزي حکومت ملاتړ زیات کړ، د غاصبانو سره به محاسبه هم ضرور کیږي.
مشت نمونه خروار دفوشګاه بزګ افغا ن مخامخ دروند کا نکر یټی تعمیر چه نیمه تکمیل البته دډالر تدارک ورته کیږی دچا ده ؟ دده دپلار دده دنیکه سرما یه ده که دمظلوم اولس دهفتو او میا شتو دانتظا ر او خکم ورکولو او جیب ډکولو حرامو پیسو په نتیجه کی دشهر په زړه کی دیوه با ارزښته تعمیر جوړول دی تا سو ورته غصب وایا ست یا بل کوم نام لری ؟ ټو ل خلک ی پیژانی چه دچا دی وعیره وغیره ولی دولت مردان خلکو نه با زی ورکول غواړی تر کومه؟ راڅی چه دغه رنګ بی شرم او بی حیا خکلک افشاه کړو.
عجب خلګ دي ، ګلاب منګل چي کله په هلمند کی والی وو شاوخوا ۹۰ زره جریبه ځمکه يي غصب کړه هغه يي نقشه کړه او ويي ویشل چي وزیران هم ورسره شریک وه تر اوسه پوري هغه کورونه چي ده ویشلي دي په جنجال کي پاته عحب سړی وو د ۱۳ ناحيي په نامه يي دخلګو قواله داره او شاهي اسناد لرونکي ځمکي غصب کړي او ويي ویشلی مګر تر اوسه پوري همداسي ګرځي
خلګ يي وویشتل ، دوه ځایه يي په کاریز سمه او ۱۳ ناحيی کي پر خلګو ډزي وکړي ۶ کسه ووژل سوه او ۷ ټپیان سوه خو چا پوښتنه ونه کړه
انتظار پاته سئ پښتنو ! چي کله واک ډاکتر عبدالله ته په لاس ورغلی هغه وخت به موږ او تاسي ښه سړه پوهه سو چی خلګ څه کوي او موږ څه کوو