تاند- د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې پاکستان ملاعبدالغني برادر د امریکا په غوښتنه خوشي کړ.

ملابرادر اوس د طالبانو د قطر د دفتر مشر دی.

زلمي خلیلزاد پرون/جمعه/ د امریکا د سولې انستیتیوت ته په وینا کې وویل، افغانستان او امریکا به له پاکستان سره د سولې په روانې پروسې کې د مرستې په بدل کې خپلې اړیکې ښې کړي.

ده همداراز وویل، پاکستان په تاریخي لحاظ د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت رول نه دی لوبولی، خو د ملابرادر په خوشي کولو یې وښوده چې په خپل دریځ کې بدلون راولي.

«د ملا برادر خلاصون، چې زما غوښتنه وه، دوی ومنله. برادر په دې مشهور دی چې پرانیستی ذهنیت لري، د سولې پلوی دی.»

د خلیلزاد په وینا پاکستان په وروستیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو په شمول د افغانانو ترمنځ د خبرواترو ملاتړ کړی.

خو ده په عین حال کې وویل«هغه رول چې پاکستان له طالبانو او حقاني شبکې سره د اړیکو په برخه کې لوبولی دی، د امریکا – پاکستان پر اړیکو یې فشار راوړی دی. دوی وايي، سوله غواړي. موږ یې هرکلی کوو. موږ له دوی څخه د مثبت رول غوښتونکي یوو.»

خلیلزاد وویل چې په افغانستان کې سوله به د افغانستان او پاکستان د اړیکو له ښه کېدو سره ډېره کومک وکړي.

له طالبانو سره خبرې

خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو شپږ ورځنیو خبرو په اړه هم توضیحات ورکړل، ویې ویل چې دوی هڅه کوي چې له طالبانو سره د افغانستان د سرطان د میاشتې تر انتخاباتو وړاندې موافقه وشي.

خلیلزاد په عین حال کې وویل چې که تر انتخاباتو پورې موافقه ونه شوه، انتخابات به بیا هم پر خپل وخت وشي.

تر دې پخوا داسې اوازې وې چې ګنې امریکا غواړي چې لومړی له طالبانو سره د سولې موافقه وشي او بیا دې انتخابات وشي او له همدې کبله امریکا له ولسمشر غني څخه غوښتي چې انتخابات وځنډوي.

خلیلزاد هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې به له طالبانو سره جوړجاړی وشي ځکه چې طالبانو ورته ویلي چې د کړکېچ د سوله ییز حل غوښتونکي دي.

خلیلزاد دا هم وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د امریکا د ولسمشر خبرې سمې نه دي تعبیر شوي، ځکه د دوی هڅې یوازې د ځواکونو د ایستلو لپاره نه دي، بلکې غواړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي.

زلمي خلیلزاد وویل، له طالبانو سره یې په اصولو کې پر یوه هر اړخیزه اجنډا موافقه کړې چې پر دوو ټکو تمرکز لري؛ «له ترورېزم سره مبارزه او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل».

هغه وویل«موږ د مقابل لوري پر تشو ژمنو باور نه شو کولای، بلکې ضمانت غواړو چې بیا به له افغانستانه د امریکا او د امریکا د متحدانو پر ضد کار نه اخیستل کېږي.»

ده وویل:«حتی که پر دې دوو مسئلو په خبرو کې بریالي هم شوو، د افغانستان د راتلونکې لپاره د یوه جامع پلان له جوړېدو پرته د سولې موافقه به ممکنه نه وي، د افغان او افغان جګړه باید پای ته ورسېږي، افغانان باید له یوه او بل سره د خبرو مېز ته کښېني او د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.»

خلیلزاد وویل چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوړي خو د سولې د خبرو په اړه ویلی شي چې د یوې اوږدې لارې په سر کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *