په زندان کې هغه کسان اوسېږي چې د خپلواکۍ له نعمت بې برخې وي، نشي کولای، کورس، ښوونځي، کتابتون يا هم د زده کړې کوم بل ځای ته لاړ شي او کتاب ترلاسه کړي. د دوی ژوند تر څار لاندې وي، نو له همدې کبله له هر لوري د زړه سوي وړ دي.
کېدای شي ډېرو کسانو (زندان کتابتون) نوم تر اوسه اورېدلی نه وي، خو دا دی اوس به يې واورئ چې د وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار زندان کې د زندانيانو له پاره کتابتون جوړ شو او ياد کتابتون د زندانیانو، د ولايت چارواکو او عامو خلکو له لوري له تاوده غبرګون سره مخ شو. د یاد کتابتون بنسټګر مجيب الرحمن محمودي دی چې خپلو ملګرو په مرسته يې کتابونه ورته راټول کړي دي.
د زندان د پيليزې په مراسمو کې د وردګو والي مظفرالدين يمين وويل چې په نوره نړۍ کې ډېری زندانیان له زندان د وتلو پر مهال خامخا يوه حرفه يا کسب لري، هغه زياته کړه:
«ډېری زندانيان چې کله زنداني شي، له خپلو تېرو کړنو پښېماني ښيي او بيا نه غواړي د پخوا په څېر جرم وکړي او بندي شي. ډېری کسانو په زندان کې ليک لوست زده کړی، قران يې لوستی، د سپېڅلي کتاب قران حافظان ترې جوړ شوي دي.»
والي هيله څرګنده کړه چې که دوی وکولای شي، هغې زندانيانو ته بند معاف کړي چې په زندان کې يې ليک لوست زده کړی وي او د کتابتون له بنسټګر يې د دې لوی خدمت له کبله مننه وکړه.
ورپسې د میدان ښار د زندان مسول سمونوال محمد شفيع فاروقي د زندان کتابتون پر جوړولو خوښي څرګنده کړه، له محمودي يې مننه وکړه چې دومره يو لوی کار يې وکړ، سمونوال شفيع فاروقي زياته کړه: «له زندان څخه ډېری کسان له يوه کسب سره بهر کېږي، موږ په زندان کې سواد زده کړه، د قران کریم زده کړه، تجويد، تفسير، د خیاطۍ، نجارۍ، ولډېنګ کارۍ، غالۍ اوبدلو او نور روزنيز پرګرامونه لرو».
فاروقي همداراز وويل چې دوی ۲۳۰ ښځينه او نارينه بنديان لري او دا کتابتون به د دوی د بنديانو د علمي کچې د لوړاوي له پاره ډېر ګټور او اغېزمن واقع شي. نوموړي د ولايت له چارواکو هم وغوښتل چې د زندان کتابتون له پاره خپلې همکارۍ ونه سپموي او د دې کتابتون په لاغني کولو کې ورسره مرسته وکړي.
د يادولو وړ ده چې ښاغلي مجيب الرحمن محمودي تر دې وړاندې نهه نور عامه کتابتونونه هم په داسې سيمو کې جوړ کړي چې هلته کتابونو ته د هغې علمي مرکزونو يا هم د سیمې د اوسېدونکو لاسرسی نه وي. هغه یو اتل دی او خپله اتلولي يې په عمل کې ثابته کړې. راځئ موږ ټول خپلو خلکو ته د خدمت په کولو سره ځان اتل ثابت کړو.
ورپسې د زندان کتابتون بنسټګر مجيب الرحمن محمودي وويل چې پر خپلو ملګرو وياړي چې په داسې نېکو کارونو کې لاس ورکوي او يوازې يې نه پرېږدي:
«دا ټول کارونه مې په يوازې ځان نه دي ترسره کړي، بلکې په دې کتابتونو کې مې ټولو ملګرو لاس راکړی، کتابونه يې راسره ټول کړي او يا يې هم د کتاب اخيستو له پاره نغدي مرستې راټولې کړې دي. نن ماته د نهايت خوشالۍ ورځ او د وياړ ځای دی چې وتوانېدو په زندان کې بنديانو ته کتاب ورسوو».
نوموړي همداراز زياته کړه چې زندان کتابتون د زندانیانو د علمي کچې د لوړاوي او د دوی له پاره د ښې بوختيا له پاره دی، نور يې کتابتون تر هېڅ ټولنې، ګوند او افرادو پورې تړلی نه دی، ويې ويل چې کتاب رڼا ده او له رڼا يې بايد ګټه واخيستل شي، نوموړي همداراز زياته کړه:
«په يوه انټرنيټي پاڼه کې مې ولوستل چې په ۲۰۱۲م کال د برازيل هېواد چارواکو پرېکړه وکړه هغه زندانيان چې يو کتاب ولولي په مياشت کې به يې په زندان کې څلور ورځې کمېږي چې په دې سره زندانيانو په زرګونه کتابونه مطالعه کړل. له همدې کبله فکر راته پيداشو چې په زندان کې د بنديانو له پاره يو کتابتون جوړ کړو.»
نوموړي د زندان له مسولينو هيله وکړه د کتابتون ښه ساتنه وکړي او که کوم داسې کتاب په کې راغلی وي چې د زندان د قوانينو خلاف وي، هيله ده بېرته يې د کتابتون بنسټګر ته وسپاري څو يې په بدل کې بل کتاب ورکړل شي او داسې نه چې په يوه خلاف کتاب سره خدای مکړه د کتابتون دروازه وتړي. په پای کې محمودي د ولايت له چارواکو هيله وکړه، لاسنيوی يې وکړي څو د هېواد په نورو سيمو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي.
ياد کتابتون ته ۵۹۵ ټوکه کتابونه او ۳۰۰ ګڼې مجلې وسپارل شوې. په پای کې حبیب وقار د زندان کتابتون بنسټ پاڼه ولوسته چې په لاندې ډول ده:
د وردګو ولایت د زندان کتابتون بنسټ پاڼه:
د زندان کتابتون چې د وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د زندان په ودانۍ کې د مجیب الرحمن محمودي په هلوځلو او با احساسه هېوادوالو په مرستو د ۱۳۹۷ هـ ل کال په وروستیو کې جوړ شو، یوازینی هدف یې د زندانیانو لپاره د مطالعې آسانتیا، تعلیمي کچې لوړتیا او فکري مثبت بدلون دی.
د دې لپاره، چې خلکو ته د نوموړي کتابتون په اړه هر اړخیز مالومات وي او څوک یې د تخریب او له منځه وړلو لپاره ګام اوچت نه کړي، لازمه مو وبلله، چې لاندې څو ټکي د دغه کتابتون د بنسټ پاڼې په توګه درسره شریک کړو، په دې هیله چې د نوموړي کتابتون په اړه کافي مالومات ترلاسه کړئ.
- د زندان کتابتون یو ناپېیلی او خیریه کتابتون دی، چې په هېچا، کلي، ټولنه او ګوند پورې نه دی تړلی.
- نوموړی کتابتون د هېڅ سیاسي موخې لپاره نه دی جوړ شوی او نه څوک حق لري، چې په دې لاره کې کار ترې واخلي.
- نوموړی کتابتون د دیني پوهې، د عامه پوهاوي د کچې لوړتیا، علمي بډاینې، له مطالعې سره د مینې د زیاتوالي، فکري جوړښت، خیر رسولو او ثواب ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی دی.
- نوموړی کتابتون د هېچا شخصي ملکیت نه دی، هر امتیاز د همدې کتابتون حق دی.
- د کتابونو د مطالعې مینه وال که زندانیان وي او که د اړونده یا نورو ادارو کارکوونکي وي، کولای شي د کتابتون له مسؤل څخه د شرایطو مطابق په امانت ډول تر ټاکلې مودې پورې کتاب تر لاسه کړي او بېرته یې په سالم ډول کتابتون ته وسپاري.
- له زندانیانو پرته، هرڅوک چې له کتابتون څخه د مطالعې په موخه کتاب وړي، هغه مکلف دی، چې د کتاب د استهلاک له امله کتابتون ته د هر کتاب له مطالعې سره پینځه افغانۍ ورکړي؛ ترڅو د کتابونو اخیستلو لپاره پانګونه وشي.
- که له چا څخه د مطالعې پر مهال کتاب ورک شي، هغه شخص په دې مکلف دی، چې کتابتون ته به نوموړی کتاب اخلي او یا به د کتاب قیمت ورکوي؛ تر څو له یوې خوا نوموړی کتاب بېرته پرې واخیستل شي او له بلې خوا د نورو کتابونو د ورکې مخه ونیول شي.
- د کتاب هر مطالعه کوونکی د کتاب په ښه ساتلو مکلف دی، که د مطالعې په جریان کې له چا څخه کتاب خراب شو، په همغه اندازه به مالي جریمه ګالي.
- هر څوک کولای شي، چې نوموړي کتابتون ته د جاریه صدقې په ډول دیني او علمي کتابونه ډالۍ کړي.
- دا چې کتابتون د علم د بډاینې، د مطالعې آسانتیا، فکري جوړښت او خیر رسونې په موخه جوړ شوی؛ نو هېڅوک حق نه لري، چې په ضد او د تخریب په موخه یې ګام پورته کړي.
- که کوم وخت د نوموړي کتابتون د ځای په اړه کومه ستونزه را منځته کېږي، د کتابتون د بنسټ اېښودونکي او اړونده چارواکو په ګډه مشوره به ځای ورته ټاکل کېږي.
- که کوم وخت نوموړی کتابتون له منځه ځي، نو ټول کتابونه به د کتابتون بنسټ اېښودونکي ته سپارل کېږي؛ تر څو هغه یې په بله سیمه او مناسب ځای کې د خلکو خدمت ته وړاندې کړي.
- که په کتابتون کې داسې کتاب ترسترګو کېږي، چې هغه د زندان له قوانینو سره په ټکر کې وي او یا یې هلته مطالعه کول مناسب نه وي، هغه کتاب به د کتابتون بنسټ اېښودونکي ته سپارل کېږي؛ خو د نورو کتابونو د مطالعې د بندښت سبب به نه ګرځي.
- د هرچا لخوا چې کتابتون ته نوی کتاب ډالۍ کېږي، هغه به راجستر او ټاپه کېږي؛ ترڅو نور څوک یې د خپلولو دعوه ونه کړي.
په درنښت