تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ یو لوی پلاوی د افغانستان په ګډون ۶ هیوادونو ته روان شو چې د افغانستان د سولې پروسه پیاوړې کړي او ټولې افغان خواوې د سولې خبرو ته کښېنوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې سره سم، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی به له نن /د فبرورۍ لسمې د فبرورۍ تر ۲۸ پورې ۶ هیوادونو ته سفر وکړي.

څرګنده نه ده چې دا ډله لومړی کوم هیواد ته ځي.

خو ټاکل شوې ده چې دوی بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته لاړ شي.

د خبرپاڼې پر اساس، ښاغلی خلیلزاد به د ټولو یادو هیوادونو د سفر په لړ کې د افغانستان له حکومت سره سلامشورې کوي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو د تېر ځل د خبرو په پای کې ویل شوي و چې بل ځل به دواړه خواوې د فبرورۍ په ۲۵ نېټه خبرې کوي.

د امریکا او طالبانو په وروستیو خبرو کې د افغانستان حکومت برخه نه لرله او خلیلزداد په وروستیو ورځو کې وویل چې د افغانانو ترمنځ خبرې خورا ضروري دي.

ده د جمعې په ورځ وویل، هیله لري چې په افغانستان کې د سولې موافقه د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې وشي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکي لمریز کال د سرطان په ۲۹ نېټه د ولسمشرۍ انتخابات وشي.

ځینې سرچینې وايي چې ممکن دا ځل د طالبانو او سیاسي ګوندونو په خبرو کې د افغانستان د حکومت استازي هم ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *