د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ډیرې جدي روانې دي. خدای پاک د زمونږ په لوی کور افغانستان کې تلپاتې سوله راولي.
په دې غونډه کې ګڼ شمیر افغانانو ګډون کړی وو.
پرېکړه لیک
په تیرو اتلسو کالو کې نړیوالې ټولنې زمونږ سره په بیلیونونو ډالره مرسته وکړه، چې له هغو پيسو څخه یۍ ډيره برخه پيسې د افغانستان د نظام پر جوړیدو مصرف کړی شوې. اوس که مونږ راځو دا بنسټونه، لکه ملي اردو او ملي پولیس له منځه وړو، مونږ فکر کوو چې دا به تر ټولو لویه تیروتنه وي، ځکه چې دا په دې مانا شوه چې دا د اتلسو کالو خواري مو په اوبو یوړه او موږ به بیا له صفر څخه کار شروع کوو او خپل ملي بنسټونه به رغوو.او فکر نه کوو چې نړیواله ټولنه دې بیا زمونږ سره په بیلیونونو مرسته وکړي.
یا هم مونږ بیا یو موقت حکومت جوړو دا به یوه تیروتنه وي، ځکه چې مونږ درې ځلې اولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي دي، په هر ځل ولسمشریزو ټاکنو کې افغان ملت ډیرې قربانۍ ورکړي دي. او په میلیونونه ډالره مصرفونه پرې شوي دي، او دوه زره نولسم کال دی، مونږ باید واپس دوه زره یو کال ته لاړ نه شو. انتخبات باید پر خپل ټاکلي وخت ترسره شي، او افغانستان باید په جنجالونو کې وانه چول شي.

مونږ پر دې نظر یو، چې سوله چې څومره ژر کیږي ودې شي، او جنګ د بند کړی شي، خو د نظام له منځه وړل او موقت حکومت رامنځ ته کول هیڅ یو ریښتوني افغان ته د منلو وړ نه دي. مونږ پر نړیوالو غږ کوو، چې مونږ لاس تړلي د پنجاب خولې ته مه ور اچوئ. د پنجاب او زمونږ دوښمني له تیرو څه باندې دووسو کالو څخه رارونه ده، ځکه چې پنجاب هیڅکله هم دا نه غواړي چې په دې سیمه کې د یو، غښتلی، باسبته او خپلواک او ازاد افغانستان وي. او که احیأ لاس تړلي مو ورکړو، دا به پخپل یو بل جنګ ته لاره هورول وي، او په ایئنده کې به زمونږ افغانانو څخه ګیله نکړئ چې ستاسو هیواد څخه پر مونږ تیرورستي حمله وشوه.
عز ت الله عالم