نعل ډوله د اوبو ملخ

Horseshoe shrimp

په سېفالوکاریدا فرعي کلاس (subclass Cephalocarida) او کروستاسیا کلاس (class Crustacea) کې ډلبندي شوي. نعل نوم پرې ځکه اېښودل چې شکل یې د اس نعل ته ورته ده. تر اوسه یې ۹ ډوله پېژندل شوي او لمړی ډول یې په لمړي ځل کال ۱۹۵۵ کې مطالعه شو.
 
سترګې نلري، یوازې په خېټه کې ضمیمې لري او هیرما فروډیتیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې د نر او ښځې جنسي غړي لري. پښې یې ازغي لري په کومو چې له اوبو څخه خواړه رانیسي. د (Hutchinsoniella macracantha) ډول یې تر ۳۷ ملي متره (۱.۵ انچه) پورې اوږدیږي او د ارام سمندر په شمال ختیځو اوبو کې ژوند کوي. لایټیلا انسیسا ډول (Lightiella incisa) تر ۲.۶ ملي متره (۰.۱۰ انچه) پورې اوږده شته او د پورتو ریکو سره اوبو کې پیدا کیږي. لایټیلا سېېرېندیپیتا ډول (Lightiella serendipita) تر ۳.۲ ملي متره (۰.۱۳ انچه) پورې ده او د کلیفورنیا د سمندر غاړو اوبو کې ژوند کوي. د سندېرسیلا اکومیناتا ډول (Sandersiella acuminata) تر ۲.۴ ملي متره اوږده پیدا کیږي او له جاپان سره نږدې اوبو کې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *