Mantis shrimp
د سمندري چنګاښ ټول هغه غړي دي چې په ستوماتوپوډا ډله (order Stomatopoda) کې ډلبندي شوي په ځانګړې توګه د سکویلا نسل (genus Squilla) غړي. مانتیس نوم یې ځکه پرې ایښی ځکه چې د پښو دوېمه جوړه یې ډېره اوږدیږي او مانتید یا مانتیس حشرې (mantid, or mantis) پرې ښکار کوي. دا پښې د ځینو ژو د صدف ماتولو لپاره هم کاروي، له دې پرته په کبانو پورې هم ځان د همدې پښو په مرسته نښلوي.
تر ۳۵۰ زېات ډولونه لري او د بدن کچه یې له ۱ تر ۳۰ سانتي متره پورې اوږده شته. د سمندر غاړو په اوبو کې پیدا کیږي خو تر ۱۳۰۰ متره ډوبو اوبو کې هم شته دي. دېری یې په غارونو کې ژوند کوي. دواړه غټ او واړه لاروای بچیان یې ښه لامبو وهونکي دي.