صدف کې بند اوبلن ملخ

Mussel shrimp

په انګرېزۍ کې ورته (seed shrimp, or ostracod) نومونه هم اخلي. په اوستراګودا فرعي کلاس (subclass Ostracoda) او کلاس کروستاسیا (class Crustacea) کې ډلبندي شوي. شکل یې صدف کې بند حلزون (mussel) ته ورته ده او نوم یې هم د حلزون له نوم څخه اخیستل شوی. له ډېرو چنګاښونو سره فزیکي توپیر لري. بدن یې ډېر لنډ ده او په برخو وېشل شوې بهرنۍ برخې نلري. تقریبا ۶۶۵۰ ډولونه لري کوم چې په وچه ځمکه، تازه اوبو او سمندر کې ژوند کوي.
تر اوسه یې تقریبا ۱۰۰۰۰ فوسیلي ډولونه پېژندل شوي کوم چې د کمبریان دورې (Cambrian Period) دي (۵۴۲ تر ۴۸۸ میلیونه کاله وړاندې تر منځ). تر ټولو واړه یې تر ۲ ملي متره او تر ټولو غټ یې تر ۲۳ ملي متره پورې اوږدیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *