تاند- د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په نړیوال کپ ته، چې په استرالیا او نیوزیلنډ کې کېږي، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریالیتوب په خاطر له دې لوبډلې سره د یو ملیون او یو لک ډالره مالي مرستې د زیاتولو سپارښتنه تصویب کړه.

دا مهمه پرېکړه د کرکټ نړیوالې شورا په لندن کې د جمعې او شنبې د ورځې په غونډو کې وکړه.

دې شورا همداراز د بنګله دېش له غوښتنې سره موافقه وکړه چې د ۲۰۱۴ کال د شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبغالو د جوړولو ټاکلی مهلت اوږد کړي.

د افغانستان کرکټ پرمختلونکی بهیر له نویو لارو څخه تیریږي

له بلې خوا د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایي بهیر د روان زیږدیز کال په ترڅ کې له ټولو اړخونو نوې لاسته راوړنې، نوي پرمختیایي رنګونه او نوي فرصتونه تجربه کوي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي: په اداري سیستم کې د نوښتونو ترڅنګ د ملي لوبډلو پرله پسې بریالیتوبونو د هیوادوالو په زړونو او حواسو کې د پرمختګ شعور ته وده ورکړه او د کرکټ بورډ ادارې ته یې د لا زیاتو فعالیتونو او هلوځلو هوډ ورکړ.

څه موده وړاندې د ملي لوبډلو لپاره د بهرنیو پرمختیایي موکو او سیالیو چمتو کولو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د نړۍ په کچه د کرکټ ګڼ شمیر نورو دوهمې درجې ادارو د کرکټ نړیوالې شورا ته د مالي ملاتړ لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي ول چې ترمنځ یې یواځینۍ اداره د افغانستان کرکټ بورډ اداره وه چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري یې د مثبتو اړخونو درلودلو له امله وړاندیز ومنل شو. ددغه مالي ملاتړ بنسټیز هدف د ملي لوبډلو بهرنیو پرمختیایي سفرونو حمایه کول دي چې په ترڅ کې به یې د لوبډلو د سفر ټولټال لګښتونه تر پوښښ لاندې راوستل کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په دې اړه داسې ووییل. “زموږ سږنیو ستړو ډیر ګلالي رنګونه راوړل، زموږ د ټول کال زحمت ثمره په ریښتیا هم زړه راښکونکې ده او ډاډمن یم چې زموږ نورې هلې ځلې به هم د لوی خدای ج په مرسته لا ډیر ګلالي رنګونه راوړي. د کرکټ نړیوالې شورا څخه د دغه مالي ملاتړ ترلاسه کول اسان کار نه وو خو زموږ تر شاه زموږ د ملت دعاګانو او زموږ د ادارې هلو ځلو په برکت راته تر ډیره بریده اسان شو”. ښاغلي مراد زیاته کړه. “موږ به د کرکټ نړیوالې شورا له غوښتنې سره سم دغه مالي ملاتړ د لوبغاړو پر بهرنیو سفرونو مصرفوو او پلان لرو تر څو غوره روزنیزې موکې د ملي لوبډلو لپاره چمتو او عملي کړو”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *