تاند- د ناټو او روسیې د دفاع وزیران نن /اکتوبر په درویشتمه / له افغانستان څخه روسیې او نورو هیوادونو ته د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي او د افغانستان ملي اردو ته د روسي هیلي کوپترو د رانیولو په اړه خبرې کوي.

د دواړو خواوو دفاع وزیران دا خبرې په بروکسل کې د ناټو او روسیې د ګډې شورا په راتلونکې غونډه کې کوي.

د ناټو د مطبوعاتي دفتر رييس رابرت پسي زل وویل: افغانستان یوه پراخه او هراړخیزه مسله ده چې له افغانستانه ګاونډیو هیوادونو ته د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د متخصصانو د روزلو په شمول ډېرې پروژې ورسره تړلي دي.

د ده په وینا د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو مخدر مواد بیا روسیې او د ناټو غړیو هیوادونو ته په قاچاق وړل کېږي.

دواړه خواوې افغانستان ته د پوځي هیلي کوپترو په اړه هم خبرې کوي چې د ناټو په پیسو د افغانستان ملي اردو ته رانیول کېږي.

په مسکو کې د ناټو د مطبوعاتي دفتر مسوول همداراز وویل: روسیه او په ځانګړي ډول د نواسیبورسک روزونکي افغان تخنیکرانو ته زده کړه ورکوي.

د افغانستان د ملي اردو لپاره روسي هیلي کوپترې همدا اوس تر ترمیم لاندې دي څو د افغانستان له شرایطو سره برابرې شي او هغه تجهیزات او وسایل پکې نصب شي چې افغان امنیتي ځواکونه ورته اړتیا لري.

په بروکسل کې د ناټو د شورا تر غونډې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هند له صدراعظم من موهن سینګ سره ویني. د دوی د خبرو په اجنډا کې د افغانستان موضوع هم شامله ده.

دغه راز د ملګروملتو د سیاسي څانګې له رييس جیفري فیلتمن سره د روسیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ګنادي ګاتیلوف په کتنه کې، چې پرون/چهارشنبه/ وشوه، د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان موضوع هم یاده شوه.

دوی د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د افغانستان پر حالاتو غور وکړ.

روسیه او د پخواني شوروي یو شمېر هیوادونه، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالوځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښمن دي په تېره بیا دوی وېره لري چې له افغانستانه به دغو هیوادونو ته د مخدرو موادو قاچاق زیات شي او سخت دریځي به منځنۍ اسیا ته واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *