۰. پراګ چې د چک جمهوریت مرکز دی د نړۍ لسم تر ټولو ښکلی ښار دی. چارلس پول چې په ۱۳۵۷ – ۱۴۰۲ میلادي کال کې جوړ شوی، د پراګ ارګ، د زاړه ښار ساعت، چارلس پوهنتون… د پراګ لرغوني ځایونه دي،

۹. نهم د سکاټلنډ مرکز ایډینبرګ دی چې د هالي روډ پارک یې مشهور دی او د ایدینبرګ نوی ښار د یونیسکو په نړیوالو میراثونو کې نیول شوی دی. د هري پاټر جادویي نړۍ له همدغه ښار څخه الهام اخیستی دی،

۸. اتم ډېر ښکلی ښار د نیدرلنډز (هالنډ) مرکز امستردام دی چې د ګلانو د ښار په نامه هم یادیږي.‌ په امستردام کې ۱۶۵ د اوبو لارې دي چې ۹۰ ټاپوګان د ۱۲۸۱ پلونو په وسیله سره نښلوي،‌

۷. پاریس د نړۍ اوم تر ټولو ښکلی ښار دی چې د اېفل مشهور برج او یو شمېر نور لرغوني ځایونه په کې واقع دي.‌ پاریس په فېشن مشهور دی او هر کال په کې د فېشن نندارې وړاندې کېږي. مونالیزا هم په پاریس کې واقع ده،

۶.‌ ریو دي جنیرو د نړۍ شپږم ښکلی ښار دی چې ښکلي سواحل لري. په ریو دي جنیرو کې د کوڅې مېله ډېره مشهوره ده او هر کال په کې د دوه اونیو په مخه مېله کېږي چې نڅاګانې او واینونه یې مشهور دي.‌ کریسټ دي ریډیمر مجسمه په کې په کورکوواډو غره باندې لکه شوې ده،

۵. کیوټو د نړۍ پنځم ښکلی ښار دی چې تاریخي عبادت ځایونه او مقبرې یې د پام وړ دي.‌ په دغه ښار کې له ۱۶۰۰ څخه ډېر تاریخي بودایي عبادت ځایونه موجود دي چې ډېر یې له زرو کالونو څخه ډېر پخواني دي.‌ په دغه ښار کې له ۴۰۰ څخه ډېر زیارتونه دي او د منګا نړۍ وال موزیم هم په دې ښار کې واقع دی،

۴. فلورېنس په ایټالیا کې واقع دی چې ډېرې کلیساګانې، هنرونه او مجسمې یې مشهور دي. د نړۍ څلورمه تر ټولو لویه کلیسا هم په دغه ښار کې ده. د ښار د ښه لیدلو لپاره په کار دی چې په پیازال مایکل اینجلو زینو باندې پورته وخېژئ.‌ ویل کیږي چې د دغه ښار واین مشهور دی،

۳. روم د نړۍ درېیم ښکلی ښار دی چې جالبې فوارې یې ډېرې مشهورې دي. د روم رومي پیزا ډېره مشهوره ده.‌ ویل کیږي چې شپګټي هم په روم کې رامنځته شوې ده. روم یوغني تاریخ لري. روم داسې لرغونی دی چې ټول ښار یې موزیم بلل کیږي،

۲. بوداپست چې د هنګري مرکز دی د نړۍ دویم ښکلی ښار دی چې دوه برخې یې په یوه سیند سره بېلېږي یوه خوا یې د بودا او بله یې د پست په نامه یادیږي.‌ بوداپست غني مهندسي او هنرونه لري. ویل کیږي چې په بوداپست کې له ۹۶ مترو څخه لوړې ودانۍ نشته او د اسمان ښکلا ترې په اسانه لیدل کیږي،‌

۱. وینیس د نړۍ تر ټولو ډېر ښکلی ښار بلل کیږي چې په ایټالیا کې واقع دی. وینیس په ۱۱۸ ټاپوګانو کې جوړ شوی او د ورځې لږ تر لږه ۶۰ زره سیلانیان دغه ښار ته ورځي.
——-
دا معلومات له ورلډ چچا وېب سایټ څخه اخیستل شوي دي. ځینې نور وېب سایټونه دا ترتیب اړوي، مثلا یو سیټي ګایډز وېب سایټ پراګ د نړۍ درېیم تر ټولو ښکلی ښار بولي او په خپل لست کې د دوه ښارونو پرځای لېزبن او برګس ورځای کوي.

عکسونه:
هر عکس چې هر ښار پورې اړه لري د هغه په نوم نومول شوی دی.

دا پست شییر کړئ چې نورو ته هم ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *