مصر د هرمونو په لرلو ډېر مشهور دی او هر کال په میلیونونو خلک د دغو جوړښتونو او نورو لرغونو ځایونو د لیدلو لپاره مصر ته ورځي.

دا هرمونه ډېر د مصر د فرعونانو یا پخوانیو پاچایانو او د هغوی د مېرمنو په نومونو او د هغوی د قبرونو دپاسه جوړ شوي چې اوس ډېر زیات تاریخي ارزښت لري.

ابو صیر

د مصر د هرمونو په رابطه لا هم څېړنې کېږي چې معلومه کړي چې په زرګونو کاله مخکې چې بشر کوم د یاد وړ ماشین آلات په لاس کې نه لرل له کومو وسیلو څخه یې کار اخیستی چې دومره درانه جوړښتونه یې سره یوځای کړي، دومره لوړ یې یو د بل دپاسه ایښي او داسې یې په رجه او شاول برابر کړي او په منځونو کې یې لارې او خونې جوړې کړي چې د ۲۱مې پېړۍ انسان لا هم ورته ګوته په غاښ دی.

په وروستیو کالونو کې، په عربي سیمه کې د اړودوړ له جوړېدلو څخه مخکې، یوازې په ۲۰۰۸ کال کې ۱۲.۸ میلیونه بهرنی سیلانیان د هرمونو او نورو تاریخي ځایونو د لیدلو لپاره مصر ته تللي وو چې دغه هېواد یوازې په همدا یوه کال کې له دې درکه ۱۱ بیلیونه (۱۱ زره میلیونه) ډالر عواید ترلاسه کړي وو. که څه هم چې دا لړۍ په سیمه کې د شرایطو په خرابېدلو سره څه ناڅه ټکنۍ شوه خو په تېر یوه کال دوو کې بیا د سیلانیانو مخه ور اوښتې ده.

ابو رواش

د مصري اهرامونو په ډله کې تر ټولو پخوانی هرم جوزر (Djoser) نومیږي چې په ۲۶۶۷ – ۲۶۴۸ قبل المیلاد کې جوړ شوی او طرحه یې د جوزر فرعون د واکمنۍ طراح ایمهوتیپ جوړه کړې او د نړۍ په مخ د پرې کړو ډبرو تر ټولو زړه معماري بلل کیږي.

د مصر تر ټولو مشهور هرمونه د قاهرې په لمنه کې په جیزه (Giza) سیمه کې دي. په جیزه کې موجود خوفو (Khufu) اهرام تر ټولو لوی مصري اهرام دی چې عربان یې الهرم الاکبر بولي.

خوفو د ځمکې د سر د ۷ عجوبو په ډله کې دی چې تر اوسه هم جوړ دی.

په ۱۸۴۲ کال کې،‌کارل ریچارد لیپسیوس د هرمونو لومړنی عصري لست جوړ کړ – چې اوس د لیپسیوس د اهرامونو لست په نامه یادیږي. کارل په هغه وخت کې د اهرامونو شمېر ۶۷ ښودلی وو خو له هغه را وروسته ډېر نور هم وموندل شول چې د ۲۰۰۸ تر نومبر پورې یې شمېر ۱۱۸ ته ورسېد.

تر ټولو وروستی اهرام سيشیشیت (Sesheshet) نومیږي چې په سقاره سیمه کې دی. دا د شپږمې کورنۍ د فرعون د مور (تي تي) اهرام دی چې د ۲۰۰۸ د نومبر په ۱۱مه یې د مصر د لرغونو توکو د عالي شورا عمومي منشي زاهي حواس د موجودیت اعلان وکړ.

دا د مصر د مشهورو اهرامونو له ډلې څخه یوازې څو هرمونه دي؛
– جوزر (Djoser) چې په ۲۶۶۷ – ۲۶۴۸ قبل المیلاد (له اوس نه خواوشا ۴۶۷۰ کاله پخوا) جوړ شوی، په سقاره سیمه کې واقع دی چې ۶۲ متره لوړوالی لري،‌
– سنیفیرو (Sneferu) چې په ۲۶۱۲ – ۲۵۸۹ قبل المیلاد کې جوړ شوی، په داشور سیمه کې واقع دی چې ۱۰۴ متره لوړوالی لري،
– سنیفیرو (Sneferu) (په عین نوم بل) چې په ۲۶۱۲ – ۲۵۸۹ قبل المیلاد کې جوړ شوی، په میدوم سیمه کې واقع دی چې ۶۵ متره لوړوالی لري،‌
– خوفو چې په ۲۵۸۹ – ۲۵۶۶ قبل المیلاد کې جوړ شوی، په جیزه سیمه کې واقع دی او ۱۴۶ متره لوړوالی لري،
– دجد فرع (Djedefre) چې په ۲۵۶۶ – ۲۵۵۸ کال کې جوړ شوی په ابو رواش سیمه کې واقع دی او ۶۰ متره لوړوالی لري،‌
– خفرع (Khafre) چې په ۲۵۵۸ – ۲۵۳۲ قبل المیلاد کې جوړ شوی په جیزه سیمه کې واقع دی او ۱۳۶ متره لوړوالی لري…

سرچینې: بېلابېلې انټرنټي سرچینې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *