تاند- د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي چې د واورو، باد او بادوریې له کبله یې له تېر ماښام څخه د سالنګ لویه لار د موټرو پر تګ راتګ بنده کړې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې رييس عبدالبصیر حبیبي  وايي، د پرون /سې شنبه/ د ماښام تر اووه نیمې بجې پورې په داسې حال کې د واورې اورېدو دوام وکړ چې ورسره تېز باد چلېده او بادوریه دومره زیاته وه چې موټر چلوونکو ته لار نه ښکارېده.

ښاغلي حبیبي همداراز وویل چې تر بل اعلان پورې له ټولو موټر چلوونکو غواړي چې د سالنګ له لارې تګ راتګ ته زړه ښه نه کړي ځکه چې لاره بنده ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې په وخت موټر چلوونکي د هوا له وضعیته خبر کړي او له دې کبله تراوسه پورې د واورو او راشو (برفکوچونو) له کبله د سر و مال زیان نه دی پېښ شوی.

دا لار تېره اوونۍ د پر له پسې واورو د اورېدو له کبله ۵ ورځې بنده وه خو د جمعې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.

سره له دې چې د سالنګ د لارې د بندېدو له کبله د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ په تګ راتګ کې مسافرو ته ستونزې پیدا شوي خو ډېر خلک خوشاله دي چې ورښتونه ډېر شوي ګوندي راتلونکی دوبی وچکالي کمه وي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له کبله له ډېرو کلونو وروسته د هامون جهیل ته، چې د افغانستان او ایران ترمنځ دی، اوبه رسېدلي دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، سږنۍ واوره په تېرو ۲۰ کلونو کې بې سارې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *