تاند- د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس وايي، تر هغو چې په افغانستان کې حالات سم شوي نه وي ټرمپ به پرېنږدي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.
تر دې وړاندې د امریکا د سنا جرګې رييس هم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره کلک مخالفت کړی و چې ورپسې د سنا جرګې غړیو په غوڅ اکثریت له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له ایستلو سره مخالفت وکړ.
د دې جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس جېمز انهوف وویل«تر څو چې په افغانستان کې عملاً شرایط ښه شوي نه وي، امریکايي پوځیان به له دې هیواده ونه وځي.»
ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره د مهالوېش له ټاکلو سره هم کلک مخالفت وکړ.
ډېری امریکایان فکر کوي چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واک په مهال له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د مهالوېش اعلان طالبانو ته انګېزه ورکړه چې جګړې ته دوام ورکړي. د دوی په باور که طالبانو جګړه بس کړې وای نو اوس به یوازې محدود شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې د امریکا د سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پاتې شوي وو.
ښاغلی بهوف وايي، ولسمشر ټرمپ ته به اجازه ورنه کړي چې له افغانستان او سوریې څخه په خپل سر ځواکونه وباسي.
ده زیاته کړه«په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په ماموریت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او دا پوځیان لا هم د تروریزم پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.»
ده دا هم وویل، که د امریکا سرپرست دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي، د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې له مخالفت سره به مخامخ شي.
د انهوف په وینا د وسله والو خدماتو کمېټې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل تایید کړي نه دي او د دا ډول پرېکړې په وړاندې به مقاومت وکړي.
ده خبرداری ورکړ«که لازمه شوه دا کمېټه به د امریکا پر حکومت د فشار راوړلو لپاره د هیواد د پوځي بودجې له تصویبولو ډډه وکړي.»
تېره میاشت د قطر په خبرو کې د امریکا ځانګړي استازي د یو شمېر امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د یوه چوکاټ پر مسودې له طالبانو سره موافقه وکړه.
ویل کېږي چې ممکن امریکا له افغانستانه درې زره یا نیمايي ( ۷ زره) پوځیان وباسي.