۶۰کلن کاظم ماما د مایکرفون خواته نږدې ناست و، د ملنګ جان یو وطني شعر يې په خپل ډډ غږ کې ویلو په کټونو کې څو سپینږیري نور هم ناست وو او د کاظم ماما د سندرو يې خوند اخیسته. کاظم ماما د خپل وخت ډېر مشهور شوقي و. شوق يې اوس هم و، خو غږ کې يې هغه پخواني خواږه نه وو پاتي. د کاظم څنګ ته ځوان ربابي ناست و، چې د کاظم بې سوره اواز ته يې د رباب په زور خوږلني ورکوله په ربابي نرۍ نرۍ خوله راماته وه خو د رباب نغمو يې ټول مجلس زنګاوه.

اخواته خوشال تاجی منګي ته ناست و. د ربابي سره يې انډیوالي ډېره ښه روانه وه. کله کله به يې ایښي لګن ته هم لاسونه ورواچول او د منګي سره به يې غبرګه یو ډول خوږه موسیقي ترینه جوړه کړه.

شپه ورو ورو پخېدله، خو کاظم ماما ته ملنګ جانۍ ډېر خوند ورکړی و او لکه بیا چې کله ورته دا موقع په لاس نه ورځي، زړه يې کېده، چې تر سهار سندرې ووايي، خو ځوانانو يې هیله پوره نه کړه او کاظم ماما هم خپل ځای ته ولاړو.

کاظم ما ما لاړو خو رباب غلی نه شو او هماغسې یې د سوز او درد سندرې ویلې، ربابي چې خپله يې ښکلی غږ درلودلو تر کاظم ما ما ورسته د رباب سره خپل غږ غاړه کړ، او د مجلس ځوانان يې په مستۍ راوستل.

مجلسیان د دیرې په منځ کې ناست وو چارچاپیره په دیره کې کټونه پراته وو. په کټونو کې زاړه او ځوانان یو ځای ناست وو. یو شمېر کسانو پر ځکه هم پلتۍ وهلې وې او د محفل نه يې ځانګړی خوند اخیستو. کله کله به د ناستو کسانو د منځ نه شپیلي او د خوښۍ چغې هم پورته شوې.

د رباب، منګي او سندرغاړي د غږ او موسیقۍ سره جوخت په دېره کې ولاړو چینارونو هم د شمال په مرسته یو ډول موسیقي غږوله.

شپه اوس پخه شوې وه، په دېره کې د منګي او رباب محفل هماغسې ګرم روان و. یو مایکرفون د منګې، بل د رباب او بل هم د لګن مخ ته ایښي و، چې غږ يې پر کلي د شپې خوره خاموشي په شور راوستله.

شیبه نیمه به د ځوانانو په مستۍ او شور کې د موسیقۍ غږ تت شو خو دا کار به د لږې شېبې لپاره و. دا د سره رود ولسوالۍ د احمدزیو کلی و. موږ هلته د یو خوږ ملګري د واده د خوښۍ په موخه راټول شوي وو.

شپه شیبه شیبه پسې پخیدله، په کټ مې ډه ډه وهلې وه او د ناست مجلس نه مې خوند اخیستو. ربابي هماغسې لګیا و کله به يې خپله سندرې ویلې او کله کله به یو نیم ملګري ورسره هم غاړه وړله. ما له روان بنډار نه خوند اخیستو ځکه کلونه ورسته مې په داسې یو ولسي سندریز بنډار کې برخه اخیستې وه.

زه په خپل ځای کې ناست وم. خیالونو پسې واخیستم. څو کلونه وړاندې وخت ته لاړمه. زموږ په سیمه او کلیو کې به هم وخت نا وخت همداسې مجلسونه جوړیدل، ودونه به بې ډنګ او ډونګه نه وو، دېرې او حجرې به ودانې وې او ځونانو به ډېرې شپې رڼې تېرولې، خو اوس هر څه له منځه تللي دي .

اوس په ودونو کې څوک سندرې نه وايي، هلته اوس د ربابي د رباب تارونه ګونګي شوي دي او د ربابي غږ په ستوني کې بند شوی دی، منګې هم کلونه وشول چې چا راخیستی نه دی، دېرې شاړې شوي دي، اوس ځونان او بوډاکان په حجرو او دیرو کې مجلس نه شي کولی. اوس هیڅوک له ماښامه ورسته له کوره نه شي راوتی. اوس هر څه بدلون کړی دی.

ناڅاپه مې ټکان وخوړ وریږدیدم اوښکو مې ګریوان کې لارې کړې وي یو عجیب حالت کې وم. سر رباندې دروند شوی و. د خپلو خلکو په بې وسۍ مې زړه ژړا غوښته. خپلو مشرانو ته مې ښې ډېرې ښېراوې وکړې، چې لا يې هم زړه یخ شوی نه دی. اوس هم لګیا دي او د دې ولس په وینو باندې ځان ته ارامښت پیدا کوي او لا هم د خپلو شحصي ګټو لپاره د دې وطن ملي شتمنې لوټي .

زما د خیالونو لړۍ لا روانه وه، چې ناستو کسانو په شور مې د خیال پړي وشلیدل. راپام مې شو مجلس روان و ځينې ملګري د ربابي سره غاړه شوي وو او په غبرګ غږ کې يې ورسره لنډۍ کولې ناستو کسانو ورته چکې وهلې.

رانیغ شومه له ځان سره مې شکر وویست چې خدایه! لا هم په زړونو کې شور شته، لا هم په زړونو کې جذبي شته دی او لاهم خلک شته چې د دې وطن په درد ژاړي.

ایمل مړوند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *