جنرال ووټل

تاند- د امریکايي یوه جګپوړي پوځي قوماندان نن /جمعه/ وویل، له افغانستان څخه به یو شمېر امریکايي پوځیان وباسي او د دغو پوځیانو ایستل له طالبانو سره د امریکا له خبرو یا احتمالي جوړجاړي سره تړاو نه لري.

د امریکا د پوځ قوماندان جنرال جوزیف ووټل رویټرز خبري اژانس ته وویل، پرېکړه شوې چې ۱۴۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه وایستل شي.

ووټل وویل، د دغو ځواکونو د ایستلو پرېکړه د طالبانو او امریکا د سولې له خبرو سره ارتباط نه لري.

ده وویل دا پرېکړه له هغو هڅو سره تړاو لري چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر یې له امریکايي ځواکونو څخه د ښې استفادې لپاره کوي.

ده زیاته کړه، میلر په افغانستان کې د کار له پیلولو وروسته هڅه پیل کړه چې څرنګه له موجودو امریکايي پوځیانو سم او اغېزمن کار واخلي.

پینتاګون وايي، حاضردمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۴ زره دی.

له ووټل څخه وپوښتل شول چې ایا میلر له افغانستانه د څه باندې زر پوځیانو له وتلو سره موافق دی، ده وویل «غالباً موافق دی.»

په تېرو دوو میاشتو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ په ګډون بېلابېل امریکايي چارواکي راز راز څرګندونې کوي.

ټرمپ حتي له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو خبره هم کړې ده. ده کانګریس ته وویل چې «هیڅ لوی ملت د تل لپاره ځان په جګړه کې نه ښکېلوي.»

سپینې ماڼۍ له افغانستانه د ۷ زره پوځیانو د ایستلو خبره کړې وه. وروسته په ځینو نورو راپورونو کې د ۳ زره سرتېرو د ایستلو یادونه وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *