تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني په مونښن (مونیخ یا مونشن) کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن جمد آل ثاني سره ولیدل.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم دواړو مشرانو د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر لا ښه کېدو او زیاتېدو مفصلې خبرې وکړې.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني وویل، هیواد یې د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
قطر د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو د سترې اډې کوربه دی ځکه ګومان کېږي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لرلی شي.
ولسمشر غني له قطر څخه په دې مننه وکړه چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې ملاتړ کوي.
ښاغلي غني همداراز وویل چې افغانان د خپل هیواد د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره انتظار باسي.
ده د مونښن د امنیتي غونډې په څنګ کې پرون د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د سولې د مشورتي جرګې په اړه خبرې وکړې.
خلیلزاد هم وویل چې د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پر مخ بېول شي.