د برازیل شکوڼ

Chaetomyinae

په کایتومي اینای فرعي کورنۍ کې یوازې یو نسل کایتومیس (Chaetomys) شامل ده او په کایتومیس نسل کې یوازې یو ډول شامل ده. عام نوم یې (Bristle-spined rat) ده. په اصل کې موږک نده بلکې د نوې نړۍ د شکوڼ یو ډول ده کوم چې د سر د کوپړۍ جوړښت موږک ته ورته والی لري. په انګرېزۍ کې یې بل نوم د نریو ازغیو لرونکی شکوڼ (thin-spined porcupine) ده. د ډول علمي نوم یې (Chaetomys subspinosus) ده. په برازیل کې پیدا کیږي او په لمړي ځل په ۱۸۱۸ کې تشرېح شوی. اوږده لوڅه لکۍ لري او لکۍ یې د نښلېدو وړ نده. تر ۱۳۰۰ ګرامه پورې وزن کوي. نسل یې ډېر کم ده او د ورکېدو له خطر سره مخ ده.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ اېرېتیزونتیدای
فرعي کورنۍ کایتومي اینای
نسل کایتومیس

ځواب دلته پرېږدئ