ګل اغا احمدي

د حبیب وقار په اثر لنډه تبصره

هڅه او بریا د هغه کتاب نوم دی چې ښاغلي حبیب وقار لیکلی او په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال په ۲۰۳ مخونو کې د لیکوال له خوا د ۱۰۰۰ ټوکه په تیراژ په کابل کې شوی او د چاپ چارې یې د وایګل په مطبعه کې سر ته رسېدلې دي. د ښاغلي حبیب وقار د کتاب د پوښتۍ د بګورنډ رنګ فولادي دي، د پښتۍ د مخپاڼې په پاسنۍ برخه کې د کتاب عنوان (هڅه او بریا) په داسې سوربخن رنګ لیکل شوی چې د لیکنې تر شاوخوا سپینې کرښې د یو سیوري په ډول را تاو شوې دي. د دې کتاب تر عنوان لاندې په تور رنګ داسې جمله لیکل شوې ده: «د یوویشت بریالیو اتلانو ژوند، کېسې و یې لولئ او ډېر څه ترې زده کړئ.» د مخپاڼې د ښکتنۍ برخې په ښۍ خوا کې د دې اثر د لیکوال نوم (حبیب وقار) په تور رنګ لیکل شوی،  د همدې نوم لپاسه د داسې یوې زینې انځور کښل شوی چې شپږ پوړه لري چې زما په نظر شاید د نړۍ شپږو لویو وچو ته اشاره وي او یا هم بل څه راز پکې وي چې لیکوال او انځورګر به پرې پوهېږي. د همدې زینې دریو پوړونو په چت کې څه شی نشته خو د څلورمې زینې په چت کې دوه کرښې او د پنځمې او شپږمې زینې په چتونو کې درې درې کرښې له زینې څخه د را وتلو سیمانو په شکل ښکاري چې شاید د بریالیتوب د منزل او هڅو په مخکې د ستونزو د یادونې انځور یې مطلب وي. د همدې زینې مخې ته او د کتاب د مخپاڼې په چپ لوري کې د یو داسې شخص انځور کښل شوی چې د لیدونکو مخې ته یې شا اړولې او مخته د اوږدې کتنې په حال کې دی. په همدې انځور کې ولاړ شخص توره منظمه او اوتو کړې درېشي او تور بوټان اغوستي، لوړه ونه یا قد لري، لیس ولاړ دی،  خپل لاسونه یې تر شا نیولي، خپلې مخې ته سخت متوجه دی او د یو بریالي او جدي شخص په توګه ښکاري. د همدې شخص انځور د کتاب د مخپاڼې په داسې ځای کې کښل شوی چې مخې ته یې یوه کرښه ده او له کرښې څخه اخوا په زینو باندې د ختلو مرحله پیل کېدونکې ده چې د ژوند د بریا په لوري مزل تمثیلوي. د کتاب د پوښتۍ په وروستي مخ د «سپېڅلي هنر» په نوم د ښاغلي وحیدالله اوریاخېل په قلم د کتاب د لیکوال ښاغلي حبیب وقار لنډه پېژندنه شوې او په دې شکل معرفي شوی دی: «حبیب وقار په ۱۳۶۴ هجري لمریز کال د وردګ ولایت د چک د ولسوالۍ په امانکي کلي کې زېږېدلی، په ۱۳۷۹ هجري لمریز کال کې د حضرت عمر فاروق د لېسې د دولسم ټولګي او په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال د کابل پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي څخه فارغ شوی دی. حبیب وقار چې په مختلفو رسنیزو ادارو کې یې دندې اجرا کړې دي، د ۱۳۷۸ هجري لمریز کال راهیسې په پښتو ژبه لیکنه او ژباړه کوي او ۵ لیکلي او ژباړل شوي آثار یې تر دې دمه چاپ شوي دي چې (بلوغ او د هویت ستونزه، وروستۍ پاڼه، زم ملاله یم، هڅه او بریا، په وینو ککړ الماس) دي.»  په همدې مخ د حبیب وقار انځور، د آی ایس بي ان شمېره او د کتاب نوم په انګرېزي ژبه هم لیکل شوی دی. دا اثر ټولو هڅاندو او هدفمنو اشخاصو ته ډالۍ شوی او د ډالۍ کولو په برخه کې یې د کتاب لیکوال داسې متن لیکلی دی: «هغوی ته چې هڅه کوي او په خپلو هڅو سره د ټولنې د وګړو واقعي خدمت کوي. تاته وایم! هڅه وکړه چې د همدې اتلانو په څېر بریالی او د ټولنې خدمتګار شې (وقار) »

تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم ښاغلي حبیب وقار د دې یووېشت کسانو د ژوند کیسې نه یوازې دا چې په خپل اوسني اثر (هڅه او بریا) کې را اخیستې او چاپ کړې دي بلکي دغه کیسې یې په منظم او مسلسل ډول د کلید مجلې په مختلفو ګڼو کې هم هغه مهال خپرې کړې دي چې ښاغلي وقار په همدې مجله کې د یو بریالي لیکوال او ژورنالېست په توګه کار کاوه.

په دې کتاب باندې د لیکوال د سریزې سربېره ښاغلو هر یو محب الله زغم او نصیر احمد احمدي هم لیکنې کړې، دواړو ښاغلیو په خپلو سریزو کې د حبیب وقار زیار ډېر ستایلی او د دې لړۍ د غزېدلو غوښتنه یې ترې کړې ده. د پيل له دریو لیکنو څخه علاوه دا کتاب ۲۱ جالب عنوانونه لري چې په دې ډول دي: له موره ورک ځیرک، د کوزدې دسمال، اوږد سفر او پياوړی هوډ، بریالی خبریال او اغیزناک مدېر، خیالي وزر، د ځوانو لیکوالو او شاعرانو سرلاری، بریالی انسان، د لرغوني افغانستان معمار، نه ماتېږم، مبارزه پېغله، له ناتوانۍ تر ډاکترۍ، ځیرک خبریال، په افغانستان مین هوتک، ځواکمن خپلواک، د بنجاره خپله کیسه، د ژورنالېزم سهار، غونډې منډې، کلک انسان، د سولې لیکوال، د ژوند بریالی سفر او همه مو پک براریم.

د ښاغلي حبیب وقار په اثر کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو څخه د ۲۱ کسانو د ژوند انځور د دوی د تور او سپین رنګو عکسونو سره یو ځای په کیسه ییز ډول وړاندې شوی، د لیکنې سبک یې په زړه پورې دی او داسې تلوسه لري چې لوستونکی هڅوي چې د دې اثر هره کیسه تر پایه و لولي. په دې کتاب کې د هر یو اتل د ژوند کیسه له بل څخه بېله ده، هر اتل هڅه کړې چې د ژوند په سختو مرحلو کې هم د بریالیتوب لرلید له خپل ذهن څخه هېر نه کړي او ستونزو یې د بري په لور د منزل هوډ لا ځواکمن کړی دی. ښاغلی وقار د دې اتلانو د سفر سره یو ځای د بریا په پوړیو کې ګام پر ګام پورته ختلی او لوستونکو ته یې په مینه ناک انداز ښودلې چې څرنګه یو کلیوال هلک یا نجلۍ له خپلې ټولنې څخه پورته کېږي، د علم او کسب حصول ته مخه کوي، د بریا لاره خپلوي، خپلو روښانه هیلو ته رسېږي، خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه کېږي او مخ په وړاندې درومي. د دې اتلانو نومونه په لاندې ډول دي: ځیرک، محمد عارف، رسول محمد صافي، محمد کبیر حقمل، ننګیالی اتل، ګل رحمن رحماني، الیاس، زردشت شمس، محمود مرهون، محموده تقوی، رحیم هلال، مطیع الله اباسین، ابراهیم هوتک، قدرت الله خپلواک، آرش ننګیال، نذیر احمد سهار، استاد ګل زمان، عزیز احمد تسل، ګل آغا احمدي، عبیدالله کلیمزی او صفدر توکلي.

ښاغلي حبیب وقار د هر یو اتل د ژوند کیسه په داسې ډول بیان کړې ده چې لومړی یې د هغه د ژوند د کیسې څخه څو مهمې کلیمې را اخیستې، بیا یې د اتل مختصره معرفي کړې، وروسته یې د اتل د بریالي ژوند یا ستونزو د یوې برخې په اړه لنډه تبصره کړې او  بیا یې د هغه د ژوند د سفر د کیسې مختلفې برخې په بشپړ ډول او ټکي په ټکي په هنري الفاظو کې را سپړلې دي چې د نوموړي د ښه نیت او غوره ژورنالستیک سبک ویندویي کوي.

زه د هېواد درانه لیکوال، د کابل د ادبي بنډار پاخه ملګري، ژباړن او ژورنالېست ښاغلي حبیب وقار ته د دې ښکلي اثر د لیکنې او چاپ مبارکي وایم، مننه ترې کوم چې زما نوم یې هم د خپل کتاب د هغو کسانو په کتار کې را وستلی دی چې د ژوند کیسه یې په لوستلو او په دې ښکلي اثر کې په چاپ کولو ارزي سره له دې چې زه شاید د دې اتلولۍ د مقام وړ نه وم. له ګران حبیب وقار څخه هیله من یم چې د امکان په صورت کې دغه سلسله لا پسې و غزوي او د خپلو لیکنو له لارې هغه رښتیني اتلان د ټولنې وګړو ته ور و پېژني چې په خپل ژوند کې یې هڅه کړې، د بریا لاره یې خپله کړې، د خپل علم، کسب او هنر له لارې نه یوازې خپل ځان او خپلې کورنۍ بلکي ګران افغانستان او افغان ولس ته یې د چوپړ ویاړ تر لاسه کړی او د بریا په لوري ګامونه ږدي. د بریا هڅه سرلوړې او بریالۍ ده، په افغانستان کې د رښتینو اتلانو کتار د اوږدېدو په حال کې دی او دغه اتلان به د حبیب وقار په څېر زړه سواندي او د ښه نیت قلموال یو یو خپلې ټولنې ته د هنري لیکنو په بهیر کې ور پېژني. په ګران او ویاړلي افغانستان کې د همداسې یو روښانه راتلونکي او سالمې سیالۍ په هیله. و من الله التوفیق

یادونه: دغه لیکنه د حبیب وقار د نوي اثر (هڅه او بریا) د مخکتنې په ویاړ شوې ده چې هاند فکري مرکز د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲۶مه نېټه په کابل ښار کې جوړه کړې وه او د همدې مخکتنې په هغه غونډه کې و لوستل شوه چې د هاند د فکري مرکز په مشرتابه او غړو سربېره لسګونو ځوانانو، لیکوالانو او فرهنګي شخصیتونو ګډون پکې کړی وو. په همدې غونډه کې د هاند د فکري مرکز پياوړي غړي قدرمن یاسین نوري په یو انګرېزي اثر هم خپل پریزنټشن وړاندې کړ چې  نوم یې Return of the King یا د پاچا را ګرځېدل وو. دغه کتاب واک ته د امیر دوست محمد خان د بېرته را ګرځېدو په مناسبت یو انګرېز لیکوال لیکلی او په نولسمه مېلادي پېړۍ کې د افغانستان د تاریخي پېښو په هکله یو مستند اثر ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *