تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د مونښن د امنیتي کنفرانس په څنګ کې د جرمني له صدراعظمې او د امریکا له مرستیال ولسمشر سره ولیدل.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني پرون /شنبه/ مازدیګر د مونښن د امنیتي غونډې په څنګ کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پر بریالیتوب، د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
ښاغلي پینس وویل، امریکا ژمنه ده چې افغانستان به دې ته نه پرېږدي چې بیا د تروریستانو پر ځالې بدل شي.
ده هیله څرګنده کړه چې د سولې لپاره د طالبانو او امریکا په خبرو کې د افغانستان حکومت هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د دغو خبرو بل پړاو ژر په اسلام اباد کې دایر شي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم د امریکا مرستیال ولسمشر همداراز د شفافیت د رامنځته کولو لپاره د انتخاباتي اصلاحاتو، د انتخاباتي کمیسیونونو د اعتماد د زیاتېدو او د سولې د مشورتي لویې جرګې د دایرېدو په اړه د ولسمشر غني د اقداماتو ستاینه وکړه، ویې ویل چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو هراړخیز ملاتړ کوي.
ښاغلي غني د ناټو له سرمنشي، د امریکا د کانګریس له مشرانو، د ناروې له صدراعظمې، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې او ګڼو نورو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
راپورونه وايي چې د جرمني د مونښن په نړیوال کنفرانس کې دا ځل تر وروستیو څو کنفرانسونو افغانستان ته زیات پام اوښتی دی.
د افغانستان محمد اشرف غني د کنفرانس د کوربه هیواد جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره پرون /شنبه/ د سولې پروسې، بین الافغاني مذاکراتو، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان د انکشاف او ثبات خبرې وکړې.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې د جرمني صدراعظمې وویل، هیواد یې د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړی او د سولې د موافقې د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. هغې زیاته کړه، جرمني به د ستراتیژیک نړیوال شریک په توګه د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ وي.
ولسمشرغني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د جرمني د سخاوتمندانه مرستو او د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ او د همکاریو د دوام مننه وکړه.
مېرمن میرکل پرون د مونښن کنفرانس ته په وینا کې له افغانستان او سوریې څخه د ځواکونو ژر ایستل د پوړښتنې وړ وبلل.