ولسمشر غني او د امریکا مرستیال ولسمشر د مونښن د کنفرانس په څنډه کې

تاند- د امریکا د کانګریس یو شمېر غړیو او مشرانو له ولسمشر غني سره په کتنه کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له ایستلو سره مخالفت وکړ.

امریکايي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د کانګریس څو مخکښو غړیو او مشرانو د شنبې په ورځ د جرمني د مونښن کنفرانس په څنګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او له افغانستان څخه یې د ځواکونو د ایستلو له هغه پلان سره مخالفت وکړ چې د دوی په وینا د افغانستان شرایطو ته له کتو پرته په بېړه جوړ شي.

د ډیفینس نیوز د راپور له مخې، د کانګریس غړیو وویل، دوی د افغانستان ولسمشر سره د افغانستان د سولې د پروسې، د امریکايي پوځیانو د حضور او د روسیې د وروستیو ښکېلتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د کانګریس د وسله والو خدماتو کمېټې د ريیس جیم اینهوف، د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس جیم ریچ او دغه راز د سناتور باب مینیندیز او مک تارونبیري په ګډون د متحدو ایالتونو د کانګریس یو شمېر غړیو له ولسمشر غني سره وکتل.

د مونښن په امنیتي کنفرانس کې د امریکا د کانګریس شاوخوا ۵۰ غړیو ګډون کړی دی چې دا د دې کنفرانس په تاریخ کې د امریکا تر ټولو لوی پلاوی دی.

د ډیفینس نیوز د راپور له مخې، د کانګریس غړیو وویل چې ولسمشر غني له دوی سره د بندو دروازو شاته په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به په افغانستان کې شرایطو ته په کتو د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي.

د کانګریس د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس ښاغلي اینهوف وویل«ده (غني) د هغه ماموریت په خاطر، چې په غاړه یې دی، زموږ د مرستې لپاره کلک دلایل لرل….»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *