هواوې  غواړي په ۲۰۲۰ ز کال کې له سامسونګ مخکې شي او د ځیرکو موبایلونو په تر ټولو ستر تولیدي شرکت بدل شي. دغه شرکت تېر کال وتوانېد چې د ځیرکو موبایلونو د پلور نیمه برخه د ځان کړي او په دې سره له اپل مخکې شي او له سامسونګ وروسته دویم ځای خپل کړي. له ستونزو او بندیزونو سره سره چې د دغه شرکت پر توکو په امریکا کې لګول شوي دي، دغه چینایي شرکت هوډ کړی چې په ۲۰۲۰ ز کال کې سامسونګ شرکت هم شاته کړي او د نړۍ په کچه د ځیرکو موبایلونو د جوړولو  په تر ټولو ستر شرکت بدل شي. د دغه شرکت مشر CNN ته ویلي، خپله ټوله هڅه یې په کار اچولې، څو په خپل برنډ کې د نویو بدلونونو په راوستو سره په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړي. هواوې شرکت تېر کال ویلي وو چې باید په ۲۰۱۸ ز کال کې لږ تر لږه ۲۰۰ میلیونه موبایلونه وپلوري، چې په ډېرې اسانۍ سره خپلې دې موخې ته ورسېد. اوس دغه شرکت ویلي چې غواړي د روان ۲۰۱۹ ز کال د مارچ په میاشت کې خپل نوي تولیدات بازار ته وړاندې کړي چې په لیدو سره به یې خلک ګوته په غاښ شي.

حمیدالله حمیدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *