تاند- که په ګوګل کې ولیکئ چې په نړۍ کې د تشناب تر ټولو ښه کاغدي دسمال (best toilet paper in the world) نو د پاکستان بیرغ به درښکاره شي.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، داسې ښکاري چې هندي هکرانو دا کار د دې لپاره کړی چې د فبرورۍ په ۱۴ نېټه په کشمیر کې پر هندي پولیسو خونړۍ حمله وشوه. په دې برید کې ۴۰ تنه ووژل شول.

جېش محمد سختدریځې ډلې، چې مرکز یې په پاکستان کې دی، اعلان وکړ چې دا برید دوی کړی دی.

له حملې وروسته په څو بلاګونو کې د تشناب د کاغذ پر ځای د پاکستان بیرغ ښکاره شو.

له هغه مهاله تراوسه پورې بې شمېرو خلکو په ګوګل کې د تشناب د کاغذ (best toilet paper in the world) لټون کړی دی.

ګوګل کمپنۍ تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *