د افغانستان د مالي کال یوازې دوه میاشتې پاتي، خو لا هم ډېری ولایتونو ته سږنۍ انکشافي بودجه نده انتقال شوې.

د تدارکاتو په قانون کې ستونزې، په مالیې وزارت کې بیروکراسي، د ملي عوایدو کموالی او پر وخت د ډونرانو مرستې نه رسېدل ددې لامل شوي، چې یوازې په غزني کې د ۶۰۰ وړاندیز شویو انکشافي پروژو له ډلې یې ایله ۱۲ پروژې منظور شي، خو پر وخت د پیسو نه رسېدو له وجې د دریو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي.

((په ولایتونو، وزارتونو او اړوندو سکتورونو کې ستونزې شته، له همدې وجې د انکشافي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي. موږ به ډېر زر دوی د سپیناوي لپاره ولسي جرګې ته وغواړو.)) حاجي اکبر ستانکزی

د افغانستان د ۱۳۹۲ لمریز کال، مالي کال د ۱۳۹۱ کال د جدي له لومړۍ نیټې پیل شوی او د قوس تر دېرشمې پورې به وي، چې دوه میاشتې یې پاتې دي.

د ولایتونو او مالیې وزارت ترمنځ د انکشافي بودجې د انتقال پرسر لکه د نورو کلونو سږ هم ناندرۍ پرځای پاتې دي. د همدغو مشکلاتو له وجې سږ هم په ولایتونو کې ډېری انکشافي پروژې یا له سره ندي عملي شوې او یا نیمګړې پاتې دي.

زابل یو له همدغو ولایتونو دی، چې لا تراوسه ورته د انکشافي بودجې یو ډالر هم ندی انتقال شوی. د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار له محور سره په مرکه کې پر مالیې وزارت تور ولګاوه، چې د انکشافي بودجې د نه انتقال له امله پدې ولایت کې د انکشافي پروژو کارونه یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

ښاغلی رسولیار زیاتوي؛ په سږنۍ انکشافي پروژه کې د زابل هوایي ډګر، د سل زره ډالرو په ارزښت د کرنې وزات یوه مهمه پروژه او د جنوبي ولسوالیو  نښلونکی حلقوي سړک شامل دي، خو د یوه یې هم عملي کار ندی پیل شوی: ((یوازې په پروپوزلونو لیکلو او سروې ګانو وخت اړول کېږي، د فواید عامې وزارت لخوا ۱۲ کیلو متره سړک، د کلیو او پراختیا وزارت لخوا د شاه جوی لپاره ۱۰ کیلو متره سړک او د ولایتونو لپاره د هندوستان په سل میلیونه ډالرو مرستو کې د زابل د دریو میلیونو ډالرو درک نشته.))

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي محور ته وویل، د نورو کلونو په پرتله سږ د غزني په انکشافي بودجه کې پېنځه برابره کموالی راغلی، خو د تدارکاتو په قانون کې د مشکلاتو له وجې ځانګړې شوې بودجه هم نده انتقال شوې.

د ښاغلي احمدي په وینا، د ۱۲ پروژو له ډلې یې د دریو کارونه ځکه په ټپه ولاړ دي، چې مالیې وزارت قراردادي شرکتونو ته په وخت پیسې ورنکړې :((په مالیې وزارت کې بیروکراسي ده، د ډېری انکشافي پروژو کارونه ځکه ځنډېدلي، چې مالیې وزارت ورته په وخت پیسې ورنکړې، په سږنۍ انکشافي پروژو کې د یو لوی روغتون جوړېدل، سړکونه او یو شمېر نورې عام المنفعه پروژې شاملې دي.))

د ښاغلي احمدي د معلوماتو په اساس تېر کال په غزني کې ۲۰ میلیونه ډالره په انکشافي پروژو لګول شوې وې، خو سږ دا رقم پېنځه برابره راکم شوی، چې ایله ۴ میلیونه ډالره کېږي.

د روزګان د بودجوي سکتور رییس عبدالرحمن محور سره په خبرو کې وویل؛ تر اوسه د روزګان لپاره د ټاکل شوې ۲۵ میلیونه ډالره انکشافي بودجې څخه یې ۶۰ سلنه انتقال شوې ده.

بله خوا د مالیې وزارت مشاور نجیب منلی دا تورونه نه مني او وایي، ولایتي ادارې ددې لپاره چې خپله بې کفایتي پټه کړي پدوی تورونه لګوي :((مالیې وزارت هېڅ ولایت ته انکشافي بودجه نه انتقالوي، بلکې پیسې وروسته له هغې له ولایتي ادارې سره په سلا مشوره قراردادي شرکت ته ورسپاري، چې په یاد ولایت کې یې انکشافي پروژه عملي کړې وي او د عملي شوې پروژې دقیق اسناد دوی ته وسپاري. په تدارکاتو قانون کې ستونزه نشته، ستونزه ټوله په ولایتي ادارو کې ده.))

په ورته مهال کې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد او بودجې کمېسیون غړی حاجي اکبر ستانکزی مالیې وزارت او ولایتي ادارې دواړه تورنوي، چې د انکشافي بودجو په لګولو کې شفافه تګلاره نه لري :((د تدارکاتو قانون مشکل ددې لپاره دی، چې مالیې وزارت ولایتي انکشافي پروژې د خپلې خوښې شرکتونو ته ورکړي، د تدارکاتو قانون باید زر تر زره تعدیل شي.))

د ښاغلي ستانکزي د معلوماتو په اساس د سږکال په ملي عوایدو کې ۲۵ سلنه کموالی هم ددې لامل شوی، چې انکشافي بودجه پر وخت ولایتونو ته انتقال نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *