د امریکا اغزن موږک

American spiny rat

د (family Echimyidae) کورنۍ غړي دي، د بدن کچه یې منځنۍ ده، تقریبا ۸۰ ډولونه لري او د شپې لخوا ژوند کونکي یا د شپې لخوا فعال (nocturnal) دي. د مرکزي او سوېلې امریکا شخوند وهونکي ژوي دي کوم چې د انعطاف وړ ازغن وېښته لري خو ځینې ډولونه یې نرم وېښته لرونکي دي. نرۍ اوږد بدن، لنډې پښې، واړه بې وېښتو غوږونه، غټې سترګې، اوږده برېتونه (whiskers) لري، پوزې یې یا اوږدې تېرې او یا لنډې بې څوکې وي. که چېرې له لکۍ کش کړل شي نو لکۍ یې په ډېره اسانۍ ماتیږي او له همدې امله ډېر بې لکۍ او یا نیمه لکۍ لرونکي دي. که چېرې لکۍ یې ماته شوې نه وي نو د نیم بدن په اندازه یې لکۍ اوږده وي، نازک ګڼ وېښته لري او ځینې وخت له بدن څخه بدل رنګ لري.
 
د بدن وزن یې له ۱۳۰ تر ۹۰۰ ګرامه پورې او د بدن اوږدوالی یې له ۱۱ تر ۴۸ سانتي متره پورې رسیږي. بدن یې مختلف رنګونه لري. د ورځې لخوا په غارونو کې پټ وي، ځینې یې په ونه کې ژوند کوونکي (arboreal) دي او نور په ځمکه ژوند کوونکي (terrestrial) دي. خواړه یې مغزي، ځینې مرخړي، میوه، پاڼې او حشرې دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
 فرعي ډله هیسټریکومورفا
کورنۍ ایکیمي ایډای

د ټولو اغزنو موږکانو نسلونه لاندې وګورئ

Family Echimyidae

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *