تاند – په اروپایي هېوادونو کې مېشتو یو شمېر فعالانو د هغې سوېډنۍ نجلۍ د جرمانې د ورکړې لپاره سینه وډبوله چې تېر کال یې له سوېډن څخه د یوه کډوال افغان د ستنولو پر ضد په الوتکه کې احتجاج وکړ.
اېلن اېرسن د ۲۰۱۸ د جولای په میاشت کې هغه وخت له سوېډن څخه د یوه افغان د اېستلو مخه ونیوله چې د سوېډن حکومت غوښتل هغه بېرته افغانستان ته ولېږي.
پېغله اېرسن د الوتکې له الوت څخه مخکې په الوتکه کې ودرېدله او تر هغه وخته یې په خپله چوکۍ له ناستې څخه انکار وکړ چې کډوال افغان بېرته له الوتکې څخه ښکته کړای شي.
د سوېډن یوې محکمې وړمه ورځ په اېلن اېرسن د هغې د دغه ناقانونه کار له امله د ۳۲۴ ډالرو معادل سوېډني کرونو جریمه ولګوله.
د سوېډن په اورېبرو کې مېشت یوه افغان، ډاکترنجیب الله زاخېلوال، په خپل فیسبوک لیکلي چې نوموړی حاضر دی چې د پېغلې اېرسن جریمه پرې کړي.
ښاغلي زاخېلوال په خپل وال په سوېډني ژبه لیکلي، «ملګرو سلام. مونږ له ایلین ایرسن سره د هغې جریمې د ورکولو لپاره ولاړ یو چې محکمې پرون ورکړې ده. که هر څوک د هغې د تماس جزیات لري یا یې پېژني، پیغام دې راولېږي یا دې په ۰۷۶۰۶۵۲۵۱۵ نمبر زنګ راووهي.»
د جرمني په فرانکفورت کې مېشت یوه بل افغان فعال، عارف تلاش، لیکلي، « نن د نړیوالو رسنیو له طریقه خبر شوم چې ایلن ارسون هغه سوېډني فعاله چې د یوه افغان کډوال د ویستلو مخنیوی یې کړی و ۳۲۴ ډالره جریمه شوه. زه اماده یم چې د ټولو هغو کډوالو(په ځانګړي توګه افغانان) د حقوقو څخه د دفاع لپاره چې په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره د یوه نسبي امن ځای په لټه کې دي، د نوموړي ټوله جرمانه پرې کړم. زه د هغې زړورتیا د زړه له کومې ستایم.»
د جرمني د بواریا/بایرن ایالت په مرکز مونشن کې یوه فعال، وزیر ځدراڼ، هم خپل ملاتړ ښودلی او لیکلي یې دي، « زه حاضر يم د افغانانو په نمايندګي د اغلي ایلن ارسون هغه د ۳۲۴ ډالره جریمه پرې کړم چي دافغان کډوال د ويستلو مخنیوی کړی وه.»
تاریخي او استخباراتي معلومات ښیي چې په افغانستان کې د جنګ اور وروسته له هغه بل شو چې یو شمېر افراطي ځوانان یې خواوشا ۴۴ کاله پخوا د ګاونډي هېواد پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا وروزل شول او بیا افغانستان ته د جنګولو لپاره راولېږل شول او دغه سلسله تر اوسه پورې هم روانه ده چې په میلیونونو خلک یې ووژل شول او په میلیونونو نور په پردیو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.
افغانستان کی جګړی دهغه وخت نه شروع شوی چه کله کمونستانو قدرت ترلاسه کړ اوسل ګونه زره افغانان یی نیول بندی کول او بی له کومی محکمی یی وژل اوژوندی یی ترخاورولاندی کول اودروسانو اشغال نورهم خلک هیواد پریښودو ته مجبور کړه اوجګړه نوره هم تیزه اوشدیده شوه
ښاغلی سعادت خان،
وایي چې نه وایم له غمه یې ووایم، د کمونستانو په اخوانیانو او داخوانیانو په … دا دواړه د یوه خره غوږونه دي. و دې نه لیدل چې دوه اونۍ مخکې د قانوني، مزمل، شیرعباس ستانکزي، حبیب حکمتیار …په شمول څومره اخوانیان د کمونستانو د نیکه زیارت ته مسکو ته ورغلل او روسي کمونستانو ته خو لا دوه کاله مخکې د اخوانیانو پاکستان اتڼونه کول او پاکستان ته په ورتګ یې شعارونه پورته کړي وو چې مونږ خپلو روسي ورونو ته ښه راغلاست وایو.
خبره دا ده چې د کمونستانو له خوا د خلکو له خوا له قدرت نه نیولو نه درې څلور کاله مخکې ګلبدین، رباني، مسعود او نور خاینان پاکستان ته تښتیدلي وو او هلته ورته پنجابیانو ټریننګونه ورکړي/ او د افغانستان د حکومت په ضد جنګیدلو ته افغانستان ته رالیږلي وو.
خبره دا ده چې د کمونستانو له خوا د خلکو له خوا له قدرت نه نیولو نه درې څلور کاله مخکې ګلبدین، رباني، مسعود او نور خاینان پاکستان ته تښتیدلي وو او هلته ورته پنجابیانو ټریننګونه ورکړي/ او د افغانستان د حکومت په ضد جنګیدلو ته افغانستان ته رالیږلي وو.
شاغلی احمد
له دې هیڅوک سترګي نشي پټولای چې تنظیمونه پاکستان نه دي روزلي
خو د ټولو بدمرغیو مور همدا کمونستان چې روسانو روزلي ؤ
د نن او پرون په عقیده کې يې د اسمان او ځمکي توفیر ده
د هغه وخت ټول پیران ملاامامان د اسلامي نظریې جنرالان جګړنان بریدملان او نور……ټول پاکستان نه ول روزلي چې له جماتونو او دفترنو یې ایستل او په بلډوزرو خښیدل
خلک مجبور شول د هغو خلکو سره لاس یو کړي چې پاکستان روزل
د دې ټولو بدمرغیو عاملین یواځي او یواځي کمونستان دي او بس
غ.ول په م.ی.تازو نه پاکیږي
اصلاً بله خبره
ګلب الدین او مسعود او نور د ثور د کودتاه نه څو کاله مخکی پاکستان ته ورغلی وه
دا به نه څېړو چي ولی او په کوم دلیل
خو دا خبره د سخت تأمل وړ ده چي
خلقیان او پرچمیان په ۱۹۶۵ کال کی د خپلی خوږې خاوری څخه مسکو ته فراری شوی او د خپل وولس او فرهنګ په وړاندی ئې جګړه اعلان کړې وه
د بل هیواد لمنی ته پناه طبعاً ددې ډول ناخوالو د رامنځته کېدو لامل ګرځی
البته دا ټکی د یادونی وړ دی چي فرار او پناه حتماً فزیکی بڼه نلری بلکه فکری او ذهنی فرار هم په بر کی نیسی
په هره توګه
د ګلب الدین او مسعود پناه پاکستان ته د شوروی تفکر په وړاندی یو ډول عملی احتجاج ؤ
خو
د کمونسټانو ذهنی فرار مسکو ته یو ډول ملی خائنانه عمل ګڼل کېدای سوای
راسی یوه ساده محاسبه د ځانو سره وکو او دا پوښتنه مطرح کو چي
که د ثور د کودتاچیانو په وړاندی افغانئ یا پاکستانئ یا غربئ مقاومت نه وای رامنځته شوی نو زموږ وولس به د شوروی په جنتونو کی لاس او پښې خوځولای هغه جنتونه چي په هغه کی به پیاز او موی پاک او آونګ او کوټ بند د کوپون له لیاری لاسته راوړل کېدای لکه څرنګه چي د شوروی د حیات په زمانه کی ئې شاهدان ؤ
د ټولو ښاغلو ورونو تبصری پرځای دی، بلی د خلقیانو اوپرچمیانو دوه شعارونه می د یاد څخه نه وځی چه کورغواړو، کالی غواړو، ډوډۍ غواړو او زن، زر وزمین مشترک است
د ډوډۍ پر ځای خو یی هسی ډوزی ویشتلی، د کالو پر ځای یی افغانانو ته کفنونه او د کور پر خای یی ورته ګورونه ورکړه، او په دغه بل پرچمی شعارکی یی ځمکی او زر د خلکو څخه واخستل خو د ښځو مشترکوالی ارمان یی خپله ګور ته یوړه.
بیا دغی بلی ډلی چه ځانته یی اخوانیان ویل د ښاغلی محمدداود خان په وخت کی د پاکستان ای اس ای ته ورغلل، چه سمدستی د ای اس ای لخوا وسله وال شول چه یوی ډلی(جمعیت) په پنجشیر کی معلمان ووژل او بلی ډلی(حزب) په لغمان کی ورته عمل وکړو.
کله چه د ثور توره کودتا وشوله او خلق او پرچم په قدرت ورسیدل، نو دافغانستان غیور خلک راپاڅیدل او شوروی پلوی حکومت او شوروی سره یی د زړه داخلاصه جګړه وکړه او همدغه خلک وه چه شوروی پوځ یی ذلیله او مات کړه.
حزب او جمعیت د ای اس ای په امر په افغانساان کی تخریبی کارونه پرمخ وړل لکه مکتبونه، شفاخانی، پلونه، د پوهه افغانانو ترور یا قتلونه او خپل مینځی جګړی او داسی نور کارونه چه افغانستان یی د تباهی خواته بولو.
یوه مهمه خبره چه جمعیت په یوه موزه کی دوه خپی ننه ایستلی هغه دا وه چه ربانی د ای اس ای سره پاتی شو او احمدشاه مسعود یی د شورویانو( کی جی بی) سره ملګری کړو.
لنډه داچه مسعود د پرچمیانو نظامی جیګپوړی افسران لکه بابا جان، عظیمی، دوستم او نورو سره د کی جی بی په مرسته او ربانی د ای اس ای په مرسته ځینی قوماندانان او ملل متحد وغولوه او کابل یی ونیو یا په بل عبارت مسعود په ژبنی او قومی پالیسی او بهرنی پالیسی کابل ونیو.
.د جمعیت په ګوند کی مسعودیان د اوله د سیتم ملی یا تاجکی قدرت پلوه خلک وه، نه د اسلامی مفکوری
ګلبدین مغروره هک پک حیران شو او په دي پوه شو چه جمعیت خو راسره قومی چل وکړواو هم یی پاکستان او شورویان خپل کړل.
ګلبدین د جګړی د لمړی څخه تر اخره یو خو په سیاست نه پوهیده، بل ډیر مغروره او بل یی په پاکستان ډیر باور درلود.
د ښاغلی اشرف غنی په حکومت کی یی هم سیاسی پوهه ډیره کمزوری ده، خپلو خبرو ته هیڅ متوجع نه دی. کله د یوی ډلی ملګری شی، کله د بلی ډلی ملګری شی. دا خو لا پریږده د ښاغلی ځوی حبیب الرحمن وای چه حبیب الله بچه سقاو یو مسلمان او ملی شخصیت وه او امان الله خان یو غیرمسلمان او نا پوهه کس وه.
والسلام
To tell you the truth, you are all correct. But the mother of all pain is the backwardness which make it easy for foreign and domestic predators to take advantage of.
You can’t do things in an advance society as easily as done in Afghanistan.
Afghanistan is an engineered society in dire need of change.
که ووایم د ټولو خبرې سمې دی ، ممکن وي به . هېڅوک نه وایی چې زه ملامت یم.
وایې له یو چا نه یې پوښتنه وکړه چې پلار د سپرو مړ کړ که پیاده وو.
ده ورته وویل چې زمونږ له ښې یې ووېست ، نو مونږ ته د سپرو او پیاده وو فرق نشته.
که خلق او یا پرچم و او که اخوانیان ول ، یوه هم د دې هېواد پر زامنو ، حیواناتو ، ښوونځیو ، پلونو اوکورونو رحم ونکړ.
که خلقیانو او پرچمیانو یو وواژه ، اخوانیانو سل ورسره ووژل.
که له خلقیانو اوپرچمیانو سره روس راغی ، له اخوانیانو سره هم 49 راغلل.
راځئ له تارخ نه د عبرت درس واخلو ، یو اوبل په غېږ کې ونیسو. خپل اختلافات د وژنو پرځای د خبرو او مذاکرو له لارې حل کړو.
د ښوونځیو د تړلو او ورانولو پرځای ښوونځي آباد او خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړو. خپلو اولادونو ته د وطن دوستي ، علم ، انسانیت او د اسلام د مقدس دین په عالي روحیې روزنه ورکړو.
دا خپل ښکلي کور په ګډه او مینه سره آباد کړو او په وروري سره ژوند پکې وکړو . بیا به نه مهاجرت او کډوالي وي ، نه به اخوان اونه پرچم.
ژوندی دې وي انسانیت .