تاند- د لندن د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د بریتانیا استخباراتي اداره (ایم آی ۶) اندېښنه لري چې له افغانستانه د بریتانیايي پوځیانو له وتلو وروسته به د ترهګرو په اړه د استخباراتي معلوماتو تشه رامنځته شي.

حاضردمه د برتانیا دفاع وزارت یوه څانګه په افغانستان کې ایم آی ۶ ته د معلوماتو د راټولولو او انتقالولو دنده په غاړه لري.

دې ورځپاڼې لیکلي چې یوې باوري استخباراتي سرچینو ورته ویلي چې ایم آی ۶ اندېښنه لري چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونوم له وتلو وروسته به د بریتانیا پرضد د تروریستي حملو خطر زیات شي او له همدې کبله یې له نورو استخباراتي موسسو د پرسونل غوښتنه کړې څو د افغانستان حالات وڅاري.

د بریتانیا پوځیان هم د امریکا په شمول د ناټو د نورو غړیو هیوادونو له ځواکونو سره یو ځای د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه وځي او امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري. سر له اوسه هم د افغانستان تقریباً ټولې امنیتي چارې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو په غاړه دي خو بهرني پوځیان په خاصو مواردو کې د دوی ملاتړ کوي.

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې لیکلي: بریتانیايي چارواکي باوري دي چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد امنیت ساتلی شي خو د باوري سرچینو په وینا د بریتانیا استخباراتي ادارې په دې اندېښمنې دي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان یو وار بیا د نړیوالو نرهګرو پر اډې بدل شي.

د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، یوې استخباراتي سرچینې وویل:د بریتانیا استخباراتي ادارې د کسانو یا پرسونلو له نظره محدودیت لري او په دې وروستیو کلونو کې یې تمرکز په یمن او سومالیا کې بالقوه ګواښونو ته اړولی دی.

سرچینې خبرداری ورکړ: په داسي شرایطو کې القاعده د افغانستان له شرایطو د ځان په ګټه کار اخیستلی شي.

د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې له لیکنې سره سم، په افغانستان کې د بریتانیا د بهرنیو استخباراتو اداره تر ټولو کمزورې ده.

استخباراتي سرچینې وویل:«موږ په افغانستان کې په مجموع کې د بریتانیا د دفاع وزارت پر استخباراتو اتکا کوو او کله چې دا پوځیان له افغانستانه ووځي د استخباراتي معلوماتو په ترلاسه کولو کې به له لویې ستونزې سره مخامخ شو.»

دفاع وزارت په دې فکر کوي چې پر اساس یې د پوځیانو له وتلو وروسته د (ډي آی) په نوم د دغه وزارت یوه بله کوچنۍ اداره له ایم آی ۶ سره مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *