د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، روان ۲۰۱۹ کال به د افغانستان د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ټاکونکی کال وي.

د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د کتنې په درشل کې د ترکیې له انادولي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:

« د سولې پروسه په چټکه پرمخ روانه ده  او دا موږ ته هیله راکوي چې سږ کال به په افغانستان کې د سولې په حقیقي ټینګښت کې ښه پرمختګ وشي.»

ټاکل شوې ده چې کابلوف سبا /جمعه/ په ترکیه کې له زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې پر وروستیو انکشافاتو او د روسیې پر همکارۍ خبرې وکړي.

کابلوف وویل«دا به اسانه نه وي، لوړې ژورې به لري. زموږ لپاره مهمه دا ده چې پروسه داسې حد ته پرمختګ وکړي چې بیا پکې د شاتګ امکان نه وي.»

کابلوف د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وویل چې په دې برخه کې اندېښنې شته چې تشه به رامنځته شي خو په افغانستان کې مېشت ۱۴ زره امریکايي پوځیان په جګړه کې برخه نه لري او یوازې د دوی هوايي ځواک د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي نو که ټول ووځي د افغانستان په حالاتو کې به د پام وړ بدلون رانه شي.

کابلوف له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو ته اشاره وکړه او ویې ویل«له افغانستانه د شوروي پوځیانو وتل ښه مثال دی. د هغو له وتلو وروسته د نجیب الله حکومت ۳ کاله نور دوام وکړ، ځکه چې شوروي اتحاد باثباته رژیم، وسله وال ځواکونه او امنیتي ادارې جوړې کړې وې. که لږترلږه محدودو اقتصادي مرستو دوام کړی وای د نجیب الله حکومت به پاتې شوی و.»

ده همداراز وویل چې مسکو د امریکا او طالبانو د خبرو ملاتړ کوي او په دې باور لري چې له خبرو پرته د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مناسبه حللار نه شي پیدا کېدای.

موقت حکومت

کابلوف وویل چې طالبان په افغانستان کې موقت حکومت نه مني خو دا مسله هغه وخت حل کېدای شي چې د موقت حکومت مشر یو داسې څوک وي چې طالبان ورته درناوی لري.

ویل کېږي چې روسیه د افغانستان د اوسني حکومت پر ځای د یوه موقت حکومت پلوی ده او د مسکو په غونډه کې هم د دغه هیواد پلوي سیاستوالو د موقت حکومت غوښتنه وکړه خو د افغانستان حکومت او امریکا د موقت حکومت ملاتړ نه کوي او وايي چې باید حکومت مشروعیت ولري او له مشروع لارې (انتخابات) واک ته ورسېږي.

کابلوف په دې برخه کې شک څرګند کړ چې طالبان به په هغو سیمو کې، چې د دې ډلې په کنترول کې دي، خلکو ته اجازه ورکړي چې خپلې رایې وکاروي.

ده وویل«ممکن هر څوک د دې پلوی وي چې ټول په انتخاباتو کې ګډون وکړي. د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د طالبانو د ګډون لوی خنډ دا دی چې دوی د افغانستان د اساسي قانون نژدې څلورمه برخه نه مني.»

ده زیاته کړه:

«دوی نه غواړي هغه حکومت په رسمیت وپېژني چې د دې اساسي قانون پر اساس انتخابېږي. خو په هر حال دا یوه مرحله ده. باید صبر ولرو او دوی ته موقع ورکړو چې خبرې وکړي. هر ډول سپارښتنه حتي که د دوستانو له خوا هم وي ممکن دوی ته فشار ښکاره شي. پرېږدئ چې د دوی خپل مشران انتخاب وکړي.»

کابلوف د طالبانو له لوري د افغانستان د خاورې د کنټرول په برخه کې تر طالبانو زیاته مبالغه وکړه، ویې ویل«حقیقت دا دی چې طالبان د افغانستان د خاورې په سلو کې ۷۰ په کنټرول کې لري خو په هیواد کې د انتخاباتو په اړه څه نه وايي. له پېړیو راهیسې په افغانستان کې د چا چې پلازمېنه، لوی مرکزونه او لوی ښارونه په لاس کې وي پر هیواد واکمن وي.»

د حنیف اتمر ملاتړ

د انادولي خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف له دې اژانس سره په مرکه کې د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندید حنیف اتمر کلک ملاتړ وکړ.

ده وویل«په افغانستان کې هر څوک پوهېږي  چې (اتمر) مهم سیاستوال دی او په پراخه پیمانه د نورو سیاستوالو له ملاتړه برخمن دی. د ده امتیازونه او غوره والی د انکار وړ نه دی؛ ده هم د کرزي او هم په اوسني حکومت کې مهمې چوکۍ لرلې. دی بې ساری دی، د افغانانو له معیارونو سره سم داسې اوچت مدیر دی چې د افغانستان پر ستونزو پوهېږي او په دې هم خبر دی چې هغه څرنګه حل کړي.»

کابلوف دا هم وویل چې اتمر له امریکا سره ښې اړیکې لري.

له روسیې سره د طالبانو اړیکې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وویل چې روسیه طالبان د هغوی له سیاسیت، نظریو او عقایدو سره یوځای د افغان ټولنې برخه بولي چې فکر کوي هیواد یې د بهرنیانو له لوري غضب شوی چې هم یې هیواد او هم یې دین ته ګواښ دي.

د کابلوف په وینا د افغانستان د خلکو یوه لویه برخه، په تېره بیا کلیوال، چې زیات مذهبي او دودیز دي، د طالبانو ملاتړ کوي.

ده وویل هغه وخت راغلی چې د طالبانو پر ضد لګېدلي بندیزونه لېرې شي چې دا ډله د سولې خبرې وکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *