راپور: نوررحیم عاطف 

نن د پنجشنبې ورځ د فیبرورۍ ۲۱ مه  او د ۱۳۹۷ لمریز کال د کب (۲) بمه د مورنیو ژبو نړیواله  ورځ وه پسرلي ادبی او کلتوري ټولنې د همدې ورځې په مناسبت په یاده ټولنه کې غونډه وکړه، چې په کې قومی مشرانو، دولتې  چارواکو، د مدنی او فرهنګي ټولنو استازو، محصلینو او ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډه د عبدالقدوس شریف لخوا دقرانکریم د سپیځلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ملی سرود له غږولو وروسته دپسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مشر نوررحیم عاطف میلمنو د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ وویل چې:(  لکه څرنګه چې یوه مور په خپلو اولادونو باندې حق لري په همدې ډول مورنۍ ژبه چې یوه مور یې په ډیرې مینې او عاطفی خپلو بچو ته ټکی په ټکی زده کوي لازمه ده چې اولادونه هم خپله مورنۍ ژبه وپالي ارزښت ورکړي او دبډاینې او نورو ته درسونې او ښوونې لپاره یې  زیار وباسي او کار وکړي)

د غونډې د پنل برخې ته د کندوز پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور خیبر سیفی، د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فدامحمد ارزښت، دکندوز ولایت په استازیتوت نعمت الله تیموری او په کندوز کې د مدني ټولنو دجوړښت مسول غلام حیدر حیدر بلل شوي وو

په پنل کې د یادو کسانو لخوا د مورنۍ ژبې د اهمیت ،ارزښت او د پښتو ژبې  پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبر وشوې همدا راز دګډنوالو پوښتونو ته ځوابونه ورکول شول .

د ګډونوالو ډیرې پوښتنې په دې څرخیدې چې په کندوز کې باید د دوی ماشومانو ته په مورنیو ژبو د  زدکړې زمینه برابره شي او همدا راز په دولتي او تحصیلي ادارو کې هم له پښتو ژبې سره د مور میرې چلند ونه شي، لکه چې څرنکه پښتو د هیواد رسمې ژبه ده د دولت هر کارکوونکي ته پکار ده چې په دواړو ژبو د لیکلو او ویلو مهارت ولري

دغوڼدې په پاې کې لیکوال او شاعر حضرت ګل ارچیوال د ژبې د پیدا کیدو د تاریخچې او د پوهنې په برخه کې د خپلو کړو خدمتونو یادونه وکړه او په دوعایې سره یې غونډه پای ته ورسوله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *