تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په یو لړ عملیاتو کې یې د طالبانو ۴ مهم ترهګر نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ وویل، د طالبانو دا ۴ غړي د دې ډلې تر ټولو د ویجاړوونکې شبکې کسان ول چې د ملي امنیت ریاست د ځانګړو ځواکونو له لوري د پلازمېنې په پنځمه امنیتي حوزه کې نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست د نیول شویو کسانو نونونه په دې ډول ښودلي دي:

عبدالله د ګل رسول زوی، نوموړی د شبکې مشر بلل شوی دی.

همایون د مجنون زوی.

میوند د شربت زوی

فریدالله الیاس احمدزی د ریدي ګل زوی.

د ملي امنیت ریاست ادعا کړې چې نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې دوی د کابل په پغمان ولسوالي کې د طالبانو د یوه مشر اسدالله نصرت له لوري د دې ډلې لیکو ته جذب شوي او دنده ورسپارل شوې وه چې بمي چاودنې، وسله والې غلاوې او هدفي قتلونه وکړي.

د ملي امنیت ریاست په وینا نیول شویو کسانو اقرار کړی چې لږترلږه په پغمان ولسوالي او کابل ښار کې یې په ۷۰ بمي چاودنو کې لاس لرلی، ۳ هدفي وژنې او وسله والې غلاوې یې کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *