د سولې نیالګی کښینولو پروګرام په کونړ کې په پینځم د حوت (کب) چې د یکشنبې ورځې سره سمون خوري عملي او پیل کیږي. زه د کونړ د ټولو دوستانو ،ملګرو اود کونړ د ټولو اوسیدونکو څخه غواړم چې پدې حیاتي پروکرام کې زموږ سره ګډون وکړي ترڅو د دې ولایت طبیعي ښکلا لاپسې زیاته کړي او د تل پاتې سولې لپاره لاره هواره او مرسته وکړي. او له تاسو ټولو غواړو چې خپل نظرونه د تل پاتې سولې په هکله په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو سره شریک کړئ.

#زما_نظر_دادی : زما پینځه غوښتنې د سولې د هر پریکړه لیک څخه دادي:

۱: اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې نیول.

۲: عامو افغانانو ته په ټولو مسایلو کې پاملرنه کول. ۳: د ملي مشارکت او ولسواکۍ اصلونه په نظر کې نیول.

۴: د تلپاتې او پایدارې سولې لپاره ښکیلو غاړو روښانه او ډاګیز نقش واضح تعریفول, منل او تطبیق کول.

۵: ځوان علمي او کادري قشر د هېواد راتلونکی دی, باید په هره برخه کې ترې کار واخستل شي. او همدا راز د دوې نقش او اهمیت خورا ډیر او با ارزښته دی, باید له پامه و نه غورځول شي.

#پینځه هغه شیان چې زه یې نه غواړم د سولې د مذاکراتو په نتیجه کې یې د لاسه ورکړم:

۱: موقت حکومت, ځکه, موقت حکومت د تاریخ په اوږدو کې په هیڅ یو هېواد کې مثبته پایله نه دخ ورکړی.

۲: تیرې څو کلنې حکومتي لاسته راوړنې باید له پامه ونه غورځول شي.

۳: د اوسنیو اقتصادي پالیسیو او بهرني سیاست ایډیالوژي دې تقویه شي, زه دا د هېواد په ګټه نه بولم تر څو فعلي بهرنی سیاست او اقتصادي اوږد مهاله پالیسی دې توقف یا بدلون ومومي. هو کولې شو تر څو د دغو تګلارو د غنامندۍ لپاره لا هڅه وکړو.

۴: موقته سوله نه غواړو, موقته سوله ممکن د واک او قدرت لپاره د ښکیلو غاړو او کرکټرونو هڅې وي. ۵: د سولې په پروسه کې په جنګې جرمونو تورن کرکټرونه د دې خاورې او ملت په ګټه نه بولم, نو همدا شان د یادو دفرادو او اشخاص د واک او قدرت مخالف هم یم.

#د_کونړ په کچه د سولې مینځته راوړلو په هکله زما وړاندیزونه دادي: په کونړ د جګړي او تشدد یو علت بیکاري او بې روزګاري ده. دلته تولیدي فابریکي نشته/په نشت حساب دي,

برښنا او انرژي هم هذالقیاس. همدارنګه کونړ یو لرې پروت سرحدي ولایت دی, د لرې پرتو سیمو د پرمختګ څخه بې غیر په ورته سیمو کې سوله ناشونې ده. نو په کونړ کې د بنسټیزو پروژو پلي کول, د امنیتي ننګونو د مخنیوي لپاره په سرحدي ساحو کې امنیتی پلانونه ترتیب او تطبیق کول. کونړ او کونړو د تاریخ په اوږدو کې ډیره قرباني ورکړی ده او اوسمهال د دې سیمې هستوګن په هیڅ بهرني هیواد او بهرنۍ برنامي اتکا او باور نه شي کولی نو په همدې اساس د سولې خبرې بین الافغاني وي.

درنښت شوکت الله عابد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *