انالېډ

Annelid

د فایلم نوم یې انالیډا (phylum Annelida) ده – فایلم په کټګورۍ کې له کلاس پورته او له کېنګډم لاندې ده. انالیډ ته په برخو وېشل شوی چونجی (segmented worm) نوم هم اخلي. په بدن کې یو جوف یا خالیګاه (cavity or coelom) لري، د خوځښت وړ وېښته (bristles or setae) لري، بدن یې د عرضي کړیو (transverse rings) په ذریعه په برخو وېشل شوی وي. انالیډ تر ۹۰۰۰ زېات ډولونه لري چې په درې کلاسونو کې سره وېشل شوي دي: سمندریي چونیان (marine worms) په پولیکیتا کلاس (Polychaeta) کې شامل دي او دا کلاس په ازاد ژوند کوونکو (free-moving)، بې خوځښته (sedentary) او په تونل کې ژوند کوونکو (tube dwelling) باندې وېشل شوی. دوېم کلاس د ځمکې چونجیان (earthworms) دي کوم چې د اولیګو کیتا کلاس (Oligochaeta) کې ډلبندي شوي او درېم ډول یې لیچ (leeches) دي چې په هیرودی نیا کلاس (Hirudinea) ډلبندي شوي. په انالیډ کې لیچ داخلي جوف یا خاليګا (coelom) نلري او همداسې ځینې شکلونه یې سیتای او وېښته (setae) نلري.
 
وېش او پرېماني
انالیډ په ټوله نړۍ کې په هر ډول چاپېریال کې پیدا کیږي په ځانګړې توګه په سمندري اوبو کې، په تازه اوبو کې او په لنده خاوره کې. زېات پولیکیټ (Polychaetes) په سمندر کې دي چېرې چې ازاده لامبو وهي، یا غارونه باسي، یا د سمندر په تل کې پر سطح ګرځي او یا تونلونو کې ژوند کوي. د بدن رنګونه یې له ځلېدونکي تر خیره رنګه پورې شته همداسې ځینې ډولونه یې رڼا تولیدوي. د پولیکیټ کې تر اوسه ۶۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي. د اولیګوکیټ تر اوسه ۳۲۵۰ ډولونه مطالعه شوي په دې کې د ځمکې چونجیان شامل دي، ځینې یې په تازه اوبو کې ژوند کوي او یو څو ډولونه یې په سمندر کې پ��دا کیږي. د لیچ تر اوسه ۳۰۰ ډولونه مطالعه شوي کوم چې په تازه اوبو کې او لوند چاپېریال کې ژوند کوي. لیچ په بل ژوندي کې پرازیت کیږي د بېلګې په توګه ټول هغه لیچ چې په سمندر کې ژوند کوي د کبانو پرازیت دي.
 
د بدن کچه او د جوړښت توپیر
په انالیډ کې تر ټولو واړه له یو انچ څخه کم او تر ټولو غټ یې تر ۶ مترو (۲۰ فټه) پورې اوږده دي. د بدن سور یې ممکن تر ۲.۵ سانتي متره زېات شي. کوم پولیکیټ چې ازاد ژوند کوي او د ځمکې چونجیان په دواړو کې غټ ډولونه شته دي. لیچ بیا تر ۰.۴ متره ته رسېدلای شي.
 
پولیکیټ
هغه پولیکیټ چې ازاد لامبو وهونکی ژوند لري بدن کې یې سر یا پروسټومیم (prostomium) شامل وي کوم چې ممکن دوه یا ډېرې سترګې ولري، انتنونه (antennae, tentacles, and palpi) لري. تنه (trunk) لري چې په مختلفو برخو وېشل شوې وي او لکۍ (pygidium) لري، په لکۍ کې یې سیري (cirri) او مقعد (anus) موجود وي. ډېر وخت دوه جوړه پاراپودیا (parapodia) لري پاراپودیا بهر ته وتلې برخه وي د کومې له لارې چې ځان تغذیه کوي، د خوځښت لپاره یې کاروي، د تنفس لپاره یې کاروي. ډېری ازاد ژوند کوونکي پولیکیټ د سیتای وېښتو یوه غنچه لري چې د خپل فعالیت په مرسته کې یې کاروي.
 
د بې خوځښته پولیکیټ سر ممکن له نورو سره توپیر ولري او یا ممکن نورو ته ورته والی ولري. کوم شکلونه چې له نورو سره توپیر لرونکی سر لري په خپل سر کې نښتې برخې یا ضمیمې (appendages) نلري. په ډېرو هغو ډولونو کې چې تونل جوړوي او بیا ژوند پکې کوي برانکیا یا برانشونه (Branchiae or gills) د تنفس او د خوړو رانیولو یا راغونډولو لپاره کاروي. ځینې د مخې خوا پای کې ښکرونه یا انتنونه لري او وروسته یا لکۍ برخه کې برانشونه لري په دې ډول کې بیا برانشونه یوازې د تنفس لپاره کاریږي او ښکرونه د خوړو د رانیولو او راغونډولو لپاره کاریږي. نور بدن یې د سینې په برخې (thoracic region) او د ګېډې په برخې (abdominal region) وېشل شوی وي. ډېر بې خوځښته ډولونه یې خپل ځانته تونل د بدن څخه په ترشح شوو توکو جوړوي. تونل یې له کلسیم کاربونیټ، له پوستکي او یا له بلغمي ډوله مخاطي مادې جوړ شوی وي. سترګې یې ډېر کم وخت د بدن په یو او بل څنګ کې د برانشونو له پاسه وي.
 
اولیګوکیټ
اولیګو کیټ په برخو وېشل شوی بدن لري او په برخو وېشونکي خطونه یې څرګند وي. سر یا پروسټومیم (prostomium) کې یې خوله شامله ده او سر کې ضمیمې نلري. سترګې یې مایکروسکوپي دي او د بدن په سطحه مختلفو ځایونو کې وي. د کلې ټېلېم برخه یا د مثل تولید غړی (clitellum) کله چې جنسي بلوغ ته ورسیږي پکې پیدا کیږي. سیتای یې د بدن لاندې برخې څخه وده کوي او مقعد یې د لکۍ پای کې وي.
 
لیچ
بدن یې ۳۴ برخې لري، دا برخې یې په فرعي برخو وېشل شوې وي. د مخې خوا کې کوچنی زبېښونکی او د پای برخه کې غټ زبېښونکی لري. د مثل د تولید برخه یې په منځ کې موجوده وي کومه چې د مثل د تولید موده کې را څرګندیږي. په مخکې پای کې کمزورې سترګې لري او سیتای وېښته نلري.
 
ارزښت
غټ د ځمکې چونجیان (Large earthworms) او د شپې په سینه څښېدونکي (night crawlers) کرل کیږي او د تازه اوبو د کبانو نیولو لپاره کاریږي. د زرړنو چونجیان (sludge worm) د اوبو د ناپاکۍ ښوونکي دي. دا چونجیان راغونډیږي او د ګرمو سیمو د کبانو د خوړو په توګه پلورل کیږي. همداسې پولیکیټ د سمندر رسوب په بل مخ اړولو کې اړین رول لوبوي. له لیچ څخه له ډېره پخوا درمل جوړیږي او په ۱۹ پېړۍ کې د درمل جوړولو پروسه خپل اوج ته ورسېده. د اروپا ډول هیرودو میدیسینالیس (Hirudo medicinalis) ټولې نړۍ ته صادرېدل. د لیچ هیرودین (Hirudin) څخه د وینې د ټینګدو د مخنیوي درمل جوړېدل. واړه سره چونجیان (bloddworms) د مالګینو اوبو کبانو ته د خوړو په توګه کاریږي.
 
د ژوند دوران او د مثل تولید
په پولیکیټ کې نر او ښځه جلا وي خو د نر او ښځې توپیر یې تر هغو نه کیږي تر څو چې ګامېټ یا هګۍ او سپرم (gametes or eggs and sperm) نه وي پکې څرګند شوي. وده کوونکي ګامېټ یې (coelom) برخې ته تویږي او هلته د (eleocytes) په نامه حجرې پرې خپل ځان تغذیه کوي. کله یې چې عضلې تجزیه کیږي د همدې تجزیې تولید یې په هګیو خپل ځان تغذیه کوي. هغه سپرم چې د خوځښت وړتیا لري (motile sperm) او هغه هګۍ چې پخې شوې یا رسېدلې (ripe eggs) وي ممکن د یوه تونل له لارې چې د (gonoducts) په نامه یادیږي له بدن څخه بهر شي.
 
زېات پولیکېت خپل ګامېټ په اوبو کې پرېږدي. مخکې تر دې چې خپل ګامېټ پرېدي بدن کې یې تغیرات رامنځته کیږي. د نارایس ډول (Nereis) کې د ګامېټ له پرېښودو مخکې سترګې غټيږي، د خوځښت، تنفس لپاره د پاراپودیا په نامه حسي انتونونه (parapodia) غټیږي، سیتای وېښته یې یا نوي کیږي او یا تغیر کوي، د سپرم پرېښودو لپاره پکې مقعدي غړی (rosette) وده کوي.
سیلیس ډول (Syllis) کې هم مورفولوجیکي تغیر رامنځته کیږي خو تغیر یې یوازې هغه برخه ده کوم چې ګامېټ پرېږدي. دا ډول چې کله ګامېت پرېږدي له خپلو غارونو راوځي او خپله کې یو ځای په ډلیزه توګه لامبو وهي.
 
هېرما فروډېټېزم (Hermaphroditism) – په یوه غړي کې د دواړو سپرم او هګیو تولید ته وایي په دې مانا چې یو غړی هم نر وي او سپرم لري او په ورته وخت کې ښځه وي او هګۍ لري. په پولیکیټ کې هېرما فروډېټېزم ډېر کم پېښیږي.
 
غېرې جنسي د مثل تولید یا له جنسي اړیکې پرته د مثل تولید (Asexual) یوازې په یو څو بې خوځښته د پولیکیټ ډولونو کې ترسره کیږي. د (Ctenodrilus, Pygospio, and Sabella) ډولونه بدن ی�� په څو برخو وېشل کیږي او له هرې برخې بل غړی جوړیږي او ځینې وخت یې د بدن یوه برخه بهر ته وده کوي له کومې چې بل غړی جوړیږي.
 
د اولیګوکیټ د مثل تولید اساسا هېرمافروډېتیک (hermaphroditic) ده په دې مانا چې یو غړی هم نر او هم ښځه ده. په یوه برخه کې یې سپرم جمع کیږي او بلې برخې ته چېرې چې هګۍ لري انتقالیږي. په اولیګوکیټ کې د جنسي نزدیکت لپاره اړیکی دوه اړخیزه (reciprocal) ده په دې مانا چې هر غړی په ورته وخت کې بل ته هګۍ او سپرم انتقالوي یا داسې نده لکه د نورو ژو چې نر ښځې ته یوازې سپرم انتقال کړي او د ښځې هګۍ پرې القاح کري. په اولیګوکیټ کې دواړه یو بل سپرم او هګۍ انتقالوي.
 
ټول لیچ هېرمافروډېتیک (hermaphroditic) دي. په یوه کورنۍ (Gnathobdellae) کې نر ښځې ته سپرم انتقالوي، په دوه نورو کورنیو (Rhynchobdellae and Erpobdellidae) کې سپرم د سپرم کپسول چې د (spermatophores) په نامه یادیږي بل غړي ته انتقالیږي. په یوه غوزه کې هګۍ کوي او د هیګو شمېر یې له ۱ تر ۱۰۰ پورې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *