دځمکې چونجی

Earthworm

په انګرېزۍ کې ورته (angleworm) هم وایي. تر ۱۸۰۰ زیات په ځمکه کې د ژوند کوونکو چونجیانو ډولونه دي، د اولیګوکیټا کلاس (class Oligochaeta) کې او د انالیډا فایلم کې شامل دي. د لومبریکوس نسل (genus Lumbricus) غړي دي. د ځمکې چونجیان د نړۍ په هره هغه خاوره کې چې لوندوالی لري او کافي عضوي توکي لري تر څو د ځمکې چونجیان وساتلای شي پیدا کیږي.
 
د استرالیا یو ډول یې تر ۳.۳ متره (۱۱ فټه) پورې اوږدیږي. د (L. terrestris) ډول یې تر ۲۵ سانتي متره (۱۰ انچه) پورې اوږدیږي رنګ یې سور نسواري وي خو ځینې د ځمکې چونجیان د بېلګې په توګه د انګلستان (Allolobophora chlorotica) ډول شین رنګ لري. د (L. terrestris) سور رنګ لرلو لامل د دې چونجي په وینه کې د رنګدانې هیموګلوبین (pigment hemoglobin) ده.
 
د ځمکې د چونجي بدن کړۍ ته ورته برخو یا حلقو باندې وېشل شوی. په (L. terrestris) ډول کې د دې کړیو یا برخو شمېر تر ۱۵۰ پورې وي. په داخل کې ځینې غړي د بېلګې په توګه د دفع لپاره غړي په هره برخه کې تکراري یا یو بل ته ورته وي. د ۳۲ او ۳۷ برخې یا کړیو ترمنځ تناسلي کمربند (clitellum) د یو پړسوب په شکل کې موجود وي، د کوکون په نامه یو ډول غوټې یا غوزې تولیدوي کومې چې د ځمکې د چونجي هګۍ پوښي. بدن یې د دواړو خواو پای کې نری او مخروطي شوی وي. د ځمکې چونجی اورېدل او لیدل نشي کولای خو له خوځښت، لړزې او رڼا سره حساس دي. خواړه یې خوسا شوي د بوټو توکي او نور ژوندي دي، د خوړو پر وخت د خاورې ډېره برخه، شګه او وړې تیږې هم خوري.
 
د ځمکې چونجیان هېرمافروډېتیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې یو غړی یې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې لري. د یوه غړي هګۍ د بل غړي په سپرمو القاح کیږي. د جنسي نزدیکت پر وخت د ځمکې دوه چونجیان د یوې بلغمي یا مخاطي سریښ لرونکې مادې په ذریعه سره نښلي او یو بل ته سپرم انتقالوي؛ کله چې سره جلا شي نو د کوکون په نامه غوزې جوړوي؛ کوکون یا غوزې یې مخې حرکت کوي او په ۱۴ برخه کې هګۍ په خپل ځان کې پټوي، په ۹ او ۱۰ برخو کې هغه سپرم هم ځانته داخلوي چې د بل چونجي لخوا پرېښودل شوي وي. له جنسي نزدیکته وروسته په ۲۴ ساعتو کې کوکون یا غوزې په خاوره کې اچوي. له دوه تر څلور اوونیو پورې له دې غوزو واړه چونجیان بهر راوځي؛ واړه چونجیان یې له۶۰ تر ۹۰ ورځو پورې جنسي بلوغ ته رسیږي او په یو کال بشپړ وده کوي.
 
د ځمکې چونجیان معمولا د ځمکې له سطحې سره نږدې ژوند کوي خو د وچکالۍ پر وخت او د ژمي په موسم کې تر دوه متره لاندې پورې ځمکه کې سوری کوي. د اسیا یو ډول یې چې کله دروند باران وشي له ډوبېدو تېښته کوي او ونو ته خیژي.
 
د ځمکې چونجیان د زیاتو مرغانو لپاره خواړه دي. په غیرې مستقیمه توګه انسان ته خواړه چمتو کوي ځکه چې د کرل شوو بوټو د ښې ودې لپاره خاوره چمتو کوي. په خاوره کې د سوري کولو له لارې خاورې ته هوا ورکوي، خپلو سوریانو ته عضوي توکي کش کوي، عضوي توکي تجزیه کوي او د ودې حال کې بوټو ته ترې خواړه چمتو کوي. د ځمکې چونجیان د کبانو خواړه هم دي او له همدې امله ورته (angleworm) نوم اخلي.
Staphylinus.olens.vs.lumbricus.terrestris
Staphylinus olens fighting an earthworm (Lumbricus sp.) Photo by sarefo

Earthworm


Annelid redone w white background
Photo by KDS444
Earthworm nervous system
Drawing of the anterior end of an earthworm, showing a side view of the animal (top) and a top-down view of the two nerve cords and brain (bottom).
Mating earthworms
Earthworms mating Photo by Jackhynes
Earthworm - L. terrestris cocoons
L. terrestris earthworm egg cocoons. Source : United States Department of Agriculture Author : Clive A. Edwards, The Ohio State University, Columbus.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *