پوګونوفوران چونجی

Pogonophoran

په انګرېزۍ کې ورته (Beardworm) نوم هم اخلي. سمندري بې شمزي ژوي دي. د سمندر تل کې په اوږدو تونلونو کې ژوند کوي. د فایلم نوم یې پوګونوفورا (Pogonophora) ده، بې خوښځته ژوند (sedentary life) لري، د ټولې نړۍ په سمندرونو کې پیدا کیږي. نر او ښځه یې شکل کې یو بل ته ورته وي. پوګونوفوران یوازیني کثیر الحجروي ژوي (multicellular) دي چې مقعد او خوله نلري. په هغو سمندري اوبو کې ژوند کوي چې ژوروالی یې تر ۱۰۰۰ متره پورې وي ځینې ډولونه یې په ۷۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ متره ژورو اوبو کې هم پیدا شوي. په تینټکل کې یې د وینې رګونه موجود وي او ممکن د ځینې ډولونو لخوا د خولې په توګه وکارول شي خو کارونه یې له کچې او ډول سره تړاو لري.
 
پوګونوفوران د ۲۰ پېړۍ په نیمایي کې په جلا فایلم کې ډلبندي شوي وو. لمړی ډول یې (Siboglinum weberi) د مالیزیایي د ټاپوګانو د ټولګو په سمندر کې پیدا شوی وو او په په ۱۹۱۴ کې مطالعه شو، دوېم ډول یې (Lamellisabella zachsi) په اختسک سمندر کې وموندل شو او په ۱۹۳۳ کې مطالعه شو. په ۱۹۳۷ کې د (Lamellisabella zachsi) ډول لپاره د پوګوګونوفورا نوې ډله جوړه شوه او په ۱۹۵۵ کې د دواړو موندل شوو ډولونو ترمنځ ورته والی تصدیق شو او په یوه ډله کې ډلبندي شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *