کاشوغه چونجی

Spoonworm

د اېکیورېډ (echiurid) په نامه هم پېژندل کیږي. د اېکیورا فایلم (phylum Echiura) ټول غړي دي د اېکیورو اېدیا (Echiuroidea, or Echiurida) په نامه هم پېژندل کیږي. سوسیس ته ورته شکل لري او سر یې هوار شوی وي. سر یې ځینې وخت د چونچې یا کاشوغې شکل لري. له څو ملي متره تر ۶۰۰ ملي متره (۲ فټه) پورې اوږده شته دي. تر اوسه ۱۵۰ ډولونه مطالعه شوي. د ټولې نړۍ د سمندر په تل کې پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې د ډبرو په چاودونو کېژوند کوي او ځینې د سمندر د تل په خټو کې سوریان کوي. په خپل مقعد کې اوبه داخله او بهر ته پمپ کوي او له همدې لارې ساه اخلي.
Urechiscaupo
Urechis caupo. Photo by Jerry Kirkhart

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *