Peanut worm
بل نوم یې (sipunculid) ده. د سیپونکولا فایلم (phylum Sipuncula) ټول غړي دي. سمندري چونجیان دي د کومو چې بدن په برخو نده وېشل شوی. له خولې یې معمولا یوه یا څو د ټنټکل یا حساسو وېښتو کړۍ تاو وي. د بدن اوږدوالی یې له څو ملي متره تر ۵۰۰ ملي متره پورې شته. په ټولو سمندرونو کې پیدا کیږي. د سمندر په تل کې ژوند کوي. ډېری یې په شګه یا خټه کې سوریان کوي. ځینې یې د حلزون په پرېښودل شوي صدف کې اوسیږي.
د نر او ښځې د بدن بهرنی جوړښت یې یو بل ته ورته ده خو د نر او ښځې جلا جنس لري. القاح یې له بدن څخه بهر ترسره کیږي. لاروا بچیانو ته یې ترکوفور (trochophore) نوم اخلي کوم چې ازاد لامبو وهونکی ژوند لري. له استوانه اي تر کروي شکله پورې عضلاتي تنه لري. د سر برخه یې د راغونډېدو وړ ده، د دې وړتیا لري چې خپل سر په تنه کې داخل کړي.


