تاند- څېړونکي وايي چې بالاخره په دې راز پوی شول چې ولي زیبرا (ګوره خر) لیکي – لیکي پوستکی لري.

تراوسه داسې انګېرل کېده چې د زیبرا پر پوستکي سپینې او تورې لیکې د دې لپاره دي چې دا حیوان د لمر له تودوښې پرې ځان وساتي خو اوس څرګنده شوه چې د دغو لیکو هدف یا ګټه بل څه ده.

سکای نیوز تلویزیون د جمعې په ورځ /فبروري ۲۲/ په یوه راپور کې وویل چې څېړونکو ته معلومه شوې چې د زیبرا پر پوستکي دا دارې د دې لپاره دي چې حشرې یې ونه چیچي.

د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون او د بریتانیا د بریستول پوهنتون د څېړونکو په وینا کله چې وینه زبېښونکې حشرې غواړي د زیبرا پر ځان کښېني د هغو د پوستکي برګوالی یې د ناستې مخه نیسي.

څېړونکو اسانو ته همدا ډول پوښ وراغوست او بیا یې له یو شمېرو اسانو سره، چې پوښ یې نه درلود، د هغو فلم واخیست. دوی ته څرګنده شوه چې حشرې پر هغه اس نه کښېناستې یا په ګرانه کښېناستې چې لیکې – لیکې پوښ یې درلود.

د بریستول پوهنتون څېړونکی استاد مارتین  هو وايي، کله چې ماشي پر زیبرا کښېني غالباً ګنکسیت احساسوي او سترګې یې په تکلیف کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *