شنبه ۴/۱۲/۱۳۹۷
خبرپاڼه
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند په عاشقوال او جوی چهار سیمو کې تیره ورځ ناوخته د ائتلاف هوایې ځواکونو په عملیاتو کې (۱۱) طالب وسله وال وژل شوي او د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې(۱۰) تنه طالب وسله وال او مشکو
کسان ژوندي نیول شوي دي.
په لومړي اقدام کې تیره ورځ ناوخته شاوخوا(۵:۰۰) بجي او (۵:۳۰) بجي ائتلاف هوایې ځواکونو د اندړو ولسوالۍ اړوند په جوی چهار او عاشقوال سیمو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د دولت (۱۱) تنه وسله وال مخالفین
وژل شوي دي.
بلخوا کومانډو ځواکونو تیره شپه شاوخوا(۱۱:۰۰) بجي د اندړو ولسوالۍ په مکرو سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې لس تنه وسله وال د یو شمیر مشکوکو کسانو په ګډون ژوندي نیولي دي.
په ترسره شویو عملیاتونو کې ملکي کسانو او امنیتي سرتیرو ته زیان ندی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *